دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۰ عقرب ۱۳۹۴ ساعت ۱۴:۴۱
د مطلب کود : 118915
وزیري: امریکا او نور متحدین پر پاکستان فشار راوستی شي څو د تروریزم له تمویله لاس واخلي
د دغه وزارت ویاند دولت وزیري نن ازادي راډيو سره په خبرو کې دا سفر ګټور وباله.

تمه ده چې د پاکستان د پوځ لوی درستیز جنرال راحیل شریف به روانه میلادي میاشت کې متحدو ایالاتو ته ولاړ شي او له امریکايي چارواکو سره په کتنو کې به د افغانستان د سولې د بهیر په ګډون پر بېلابېلو امنیتي مسایلو خبرې وکړي.

له دې وړاندې د پاکستان صدراعظم نوازشریف هم امریکا ته تللی و، خو د طالبانو او سولې په تړاو یې خبرې د افغان حکومت او ملي شورا له غبرګون سره مخ شوی.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس (آوا)
https://avapress.com/vdca6an6m49n6o1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته