د فرانسې ولسمشر ویلي دغه تړونونه به راتلونکې اونۍ پاریس ته د ایران د ولسمشرحسن روحاني د سفر پرمهال لاسلیک کړي.
فرانسوي چارواکي وایي، په دغو تړونونو کې هغو سکتورونو ته لومړیتوب ورکوي چې د لویدیځ له اقتصادي بندیز سره مخامخ نه وي، خو ایران ترډیره په صنعتي برخو کې د همکارۍ تړونونو تمه لري.
د فرانسې ولسمشر فرانسوا اولانډ ویلي چې هېواد به یې له ایراني وزیرانو سره په بېلابېلو برخو په تیره بیا د سیاسي مذاکراتو، اقتصادي همکاریو، هوایي ټرانسپورټ، روغتیا او د کرنې په برخو کې تړونونه لاسلیک کړي.
فرانسه له ایران سره په سوداګریزو، سیاسي او ټولنیزو برخو کې اوږد مهاله تاریخي اړیکي لري.
به ۱۹۷۰ کلونو کې د ایران انقلابي مشرایت الله روح الله خمیني پاریس ته نژدې په تبعید کې اوسیده، خو په عین حال کې فرانسه یو له هغو هېوادونو څخه ده چې د ایران د اټمي پروګرام د محدودولو پلوې کوي.
فرانسوي چارواکي وایې، دوی ګمان نه کوي چې دغه دریځ به په ایران کې د دوی سوداګري اغیزمنه کړي.
وروسته له هغه چې په جولای کې ایران د نړۍ د شپږو قدرتونو سره د اټمي پروګرام د محدودلو تړون لاسلیک کړ، په سپتمبر میاشت کې د فرانسې یو لوړ پوړی اقتصادي او سیاسي پلاوی تهران ته ولاړ ترڅو د دواړو هېوادونو ترمنځ د لومړنيو سوداګریزو تړونونو لپاره لاره هواره کړي.
فرانسوي چارواکي وایي، پاریس به لومړی په هغو برخو کې تړونونه وکړي چې د اروپایې اتحادیې او امریکا له خوا بندیزونه نه وه ورباندې لګیدلې. په دې کې ترډیره د کرنې او مالدارۍ برخې راځي.
که چېرې ایران د اټمي تړون سره سم د خپلو اټمي فعالیتونو د محدودلو په برخه کې خپلې ژمنې پرځای کړې، نو د دغه هېواد په وړاندې به د لویدیځ له خوا د اقتصادي بندیزونو لېرې کیدل د ۲۰۱۶ کال له لومړۍ ربعې څخه پیل شي.
ټاکل شوې د ایران ولسمشرحسن روحاني د نوومبر په ۱۶ او ۱۷ نیټه د فرانسې په پلازمینه پاریس کې وي.
په فرانسې کې د ایران سفیر ویلي تهران له دې سفره د ډیرو تړونونو تمه لري.
Ali Ahaniعلي اهاني RFI radio ته ویلي چې دوی په عمومي ډول په صنعتي برخو کې د همکارۍ یو شمېر ځانګړو موافقو لپاره چمتو والی لري.
نوموړي د موټرو، د انرژۍ سکتور، هوایې چلند او د اورګاډو سکتورونه د اهمیت وړ بللي دي.