دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۱ عقرب ۱۳۹۴ ساعت ۱۴:۲۵
د مطلب کود : 118956
په تخار ولایت کې د داعش ډلې د یو تاجکستاني غړي او د طالبانو د ترهګرې ډلې د دریو غړو نیول کېدل
د ملي امنیت لوی ریاست موظفینو په تخار ولایت کې د بېلابېلو عملیاتو په ترڅ کې د داعش ډلې یو تاجکستانی غړی او د طالبانو د ډلې درې تنه غړي نیولي دي.

د داعش ډلې یاد غړی نصرت الله ( ګینجه یوف) د شریف الله زوی چې د تاجکستان د دوشنبې ښار اوسېدونکی دی د انټرنټي اړیکې له لارې دغې ډلې ته جذب شوی؛ ده غوښتل ځان د تخار ولایت د خواجه غار ولسوالۍ له لارې د کندز دشت ارچي ولسوالۍ ته ورسوي او په ترهګریزو چارو کې ونډه واخلي.

له دې سره په تخار ولایت کې د ملي امنیت لوی ریاست منسوبینو د طالبانو د ترهګرې ډلې درې تنه غړي هر یو:

- عبدالقیوم مشهور په مجاهد د سیف الله زوی

- نصرت د قاري سردار په مستعار نوم د ګل نبی زوی

- محمد صادق د ګل جان زوی چې د کندز ولایت په چاردرې ولسوالۍ کې په ترهګریزو چارو بوخت وو نیولي دي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcftcdyvw6dy1a.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته