دخپریدو نیټه :شنبه ۲۳ عقرب ۱۳۹۴ ساعت ۱۴:۴۴
د مطلب کود : 119008
جمهور رئیس غني په فرانسه کې ترهګریز بریدونه دردونکی جنایت وباله
 د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمداشرف غني د فرانسې په پلازمېنه پاریس کې د تېرې شپې ترهګریز بریدونه، چې له امله یې له ۱۵۰ تنو زیات ووژل شول او ۲۰۰ تنه ټپیان شول، دردونکی جنایت وباله.

د هېواد جمهور رئیس د دغو ترهګریزو بریدونو د غندلو په ترڅ کې وویل، نړیواله ترهګري په ټوله نړۍ کې نه بښونکو جنایتونو او د خلکو بې رحمانه وژنې ته ادامه ورکوي او د پاریس د خلکو بې رحمانه وژنه دا ښیي، چې ترهګر سرحد نه پېژني او د ټول بشریت دښمنان دي.

همدارنګه جمهور رئیس غني په یوه لیک کې د فرانسې جمهور رئیس ته د خپلې ډاډګېرنې او خواخوږۍ مراتب هم څرګند کړل.

په دې لیک کې یې لیکلي چې: د افغانستان خلک له زیاتو کلونو راهیسې له بل هر هېواد څخه زیات د ترهګري قربانیان دي او د فرانسې د خلکو درد احساسوي او د قربانیانو کورنیو سره په دغه غم او ویر کې ځان شریک بولي. په دغه لیک کې راځي، چې د افغانستان خلک په دغه سخته ورځ د فرانسې د خلکو ترڅنګ ولاړ دي.

جمهور رئیس ترهګري د ټولې سیمې او نړۍ لپاره یو ګډ تهدید وباله او یو ځل بیا یې د دغې شومې او وژونکې پدیدې پر وړاندې په ګډې او جدي مبارزې ټینګار وکړ.

جمهور رئیس غني په دغه لیک کې د فرانسې جمهور رئیس فرانسوا اولاند، د قربانیانو کورنیو او د فرانسې خلکو ته د خپلې ډاډګېرنې او خواخوږۍ مراتب څرګندوي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdce7o8zvjh8z7i.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته