دخپریدو نیټه :شنبه ۲۳ عقرب ۱۳۹۴ ساعت ۱۵:۲۰
د مطلب کود : 119012
په ننګرهار ولایت کې د طالبانو د یو تش په نامه ولسوال او دریو ترهګرو نیول کېدل
د ملي امنیت لوی ریاست موظفینو د بېلابېلو ګامونو په ترڅ کې هر یو:

- اجمل د شمشیر زوی؛ د کوز کنړ ولسوالۍ لپاره د طالبانو له خوا نومول شوی ولسوال،د کوز کنړ ولسوالۍ د شګې کلي اصلی اوسېدونکی چې د پېښور ښار په بورډ سیمه کې اوسېده
- قاری ایمل د عبدالمکی زوی
- قدرت الله د ملا جان زوی؛ د ننګرهار ولایت اوسېدونکی
- حبیب الرحمن د خیال الرحمن زوی؛ د داعش ډلې غړی او د پېښور ښار د اورکزیو اوسېدونکی
چې په ننګرهار ولایت کې په ترهګریزو چارو بوخت وو نیولي دي.
له دوی څخه د څېړنو په پایله کې د ترهګرو یو پټن ځای کشف او له هغو:
- دیارلس میله کلاشینکوفونه د هغو له دېرشو شاژورنو
- ۲۸ میله تفنګچې
- ۹ کړۍ مقناطیسي ماینونه

- د هاوان یو دوربین، په سلګونو فیره مرمۍ او پوځي جامې ترلاسه شوي دي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcjvhev8uqevyz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته