دخپریدو نیټه :شنبه ۲۳ عقرب ۱۳۹۴ ساعت ۱۶:۱۰
د مطلب کود : 119018
مالیې وزیر د هندوکش د غرونو لړۍ سړکونو د جوړولو له پار له نړیوال بانک سره د 250 میلیون ډالرو تړون لاسلیک کړ
د مالیې وزیر ښاغلي اکلیل حکیمي د لړم د ماشتې په ۲۳ مه په افغانستان کې د نړیوال بانک له رئیس ښاغلی باب سام سره چې د ټولګټو وزیر ښاغلي محمود بلیغ هم حضور درلود، د سالنګ د سړک او تونل د بیارغولو په ګډون د هندوکش د غرونو لړۍ د مواصلاتي سړکونو د لاښه کېدو په برخه کې د ۲۵۰ میلیونه امریکایي ډالرو وړیا مرستې تړون لاسلیک کړ.

د مالیې وزير ښاغلي اکلیل حکیمي د نړیوال بانک څخه مننه وکړه چې د داسې مهمو پروژو د تمویل له پاره له افغانستان سره مرسته کوي. حکیمي وویل چې د زېربناوو جوړیدل د افغانستان د اقتصادي ودې او پرمختګ لپاره یو مهم ګام دی او د یادې پروژې تدارکاتي چارې به په بشپړ شفافیت او حسابدهۍ سره ترسره شي.

د هندوکش غرونو د لړۍ د مواصلاتي سړکونو له پروژې سره د نړیوال بانک د نوې مرستې موخه دا ده، څو اوسني سړکونه د کال په ټولو فصلونو کې په ډاډه، خوندي او فعالو سړکونو بدل شي، چې دا کار به د دې لامل شي، څو د ټول کال په اوږدو کې د مسافرو او مالونو ټرانسپورت په جاري ډول له کوم خنډ پرته تر سره شي.

اوسمهال د هندوکش د غرونو له لړۍ څخه د تېرېدو دوه لارې موجودې دي، لومړۍ لاره د سالنګ لویه لاره ده، چې د هندوکش د ټرافیک ستره برخه پرې تېرېږي، او دوهم سړک د بغلان او بامیان ولایتونو تر منځ یو دوهمه درجه سړک دی. دغه پروژه، یوه پاخه او اساسي سړک ته د بغلان – بامیان سړک (۱۵۲ کیلومتره) د ارتقا او همدارنګه د سالنګ د سړک او تونل (۸۷ کیلومتره) د بیارغولو له ساختماني کارونو څخه ملاتړ کوي.

دا چې افغانستان یو غرنی هېواد دی، له دې امله د مالونو څه باندې ۹۰ سلنه او د مسافرو نږدې ۸۵ سلنه لېږد رالېږد د ښارونو تر منځ د سړکونو له لارې تر سره کېږي. که څه هم شته سړکونه، افغانستان له ګاونډیو هېوادونو لکه ایران، پاکستان، تاجکستان، ترکمنستان او ازبکستان سره نښلوي، خو دغه هېواد اوس هم د مواصلاتو او لاسرسي له اړخه د ټرانسپورټي زېربناوو له نشتوالي سره مخ دی. د افغانستان نږدې ۶۳ سلنه وګړي د کال په ټولو فصلونو کې له فعالو سړکونو څخه څه باندې دوه کیلو متره لیرې وي. دغه ستونزې د هېواد د یو شمېر برخو د نسبي انزوا لامل شوي دي، چې په پایله کې یې سیمه اییز او کورنۍ ادغام او سوداګرۍ زیانمنه کړې ده.

"د دې پروژې د چمتو کولو پړاو په ډاګه کړه، چې زموږ وزارت نه یواځې دا چې د دې ډول مهمې پروژې طرح او ډیزاین تر سره کولی شي، بلکې په اغېزمنه توګه یې د پلي کولو وړتیا هم لري،" دغه مطلب د افغانستان د اسلامي جمهوریت د عامه ګټو وزیر ښاغلي محمود بلیغ په ډاګه کړ او زیاته یې کړه "لکه څنګه چې موږ د پروژې عملي کول پیلوو، زموږ تمرکز به پر دې وي، څو ډاډ تر لاسه شي، چې د هندوکش غرونو د لړۍ لاره د کال په ټولو فصلونو کې، په ځانګړې توګه د بامیان – بغلان سړک د جوړولو او د سالنګ لویې لارې د بیارغونې په اوږدو کې، د ټرافیکو پر مخ پرانیستې پاتې شي."

د سالنګ لویه لاره په ۱۹۶۰ مه میلادي لسیزه کې جوړه شوه، دغه لویه لاره د ۲۵۰۰ ا و ۳۴۰۰ مترو تر منځ د بحر له سطحې څخه پورته موقعیت لري او تر ټولو مهم او حیاتي سړک ګڼل کېږي، ځکه چې د منځنۍ آسیا له هېوادونو سربېره د افغانستان شمالي ولایتونه د هېواد له نورو سیمو او سربېره پر دې د سوېلي آسیا له هېوادونو سره نښلوي.
هیله کېږي، چې د هندوکش غرونو په لړۍ کې د مواصلاتي سړکونو پروژه لاندنۍ مهمې ځانګړتیاوې ولري:

• د بغلان – بامیان سړک پراختیا او ارتقا او د هندوکش غرونو په لړۍ کې په یوه خوندي او ډاډه لاره د هغه بدلول، چې کېدای شي له هغه څخه د اقلیمي ستونزو یا ودانیزو کارونو له کبله د سالنګ د لویې لارې د بندېدو پر مهال له دې سړک څخه د بدیلې لارې په توګه کار واخیستل شي.
• د سالنګ د لویې لارې د بیارغونې او ساتنې او څارنې د اړوندو کارونو ډیزاین او عملي کول، چې لاندني موضوعات پکې شاملېږي (الف) د سالنګ د تونل او واورې نیوونکو دالانونو په برخو کې بېلابېل ترمیماتي پړاوونه، چې دغه برخې په لنډمهالي ډول په قسمي یا بشپړ ډول د دې ساحو د بندېدو لامل کېږي، او (ب) د درنو باروړونکو موټرو لپاره د نږدې ۳۰ کیلومتره نوي او کانکرېټي سړک جوړول
• د امکان تر حده په ودانیزو کارونو کې د سیمې د خلکو او قراردادیانو شاملول.
د افغانستان لپاره د نړیوال بانک رييس رابرت سام په ډاګه کړه "دا چي د افغانستان د سوېلي او شمالي سیمو تر منځ د یوې مانع په توګه د هندوکش د غرونو لړۍ پراخ جغرافیایي موقعیت لري، د دې کوتل په اوږدو کې د کال د ټولو فصلونو په اوږدو کې د فعالو سړکونو اهمیت په ډاګه کوي." نوموړي زیاته کړه: " موږ هیله لرو، چې دغه نوې پروژه د افغانستان له خلکو سره مرسته وکړي، څو له اقتصادي پلوه غښتلي شي، هم په ملي او هم په نړیواله کچه سوداګرۍ او اقتصادي فعالیتونه زیات کړي. له کلیو سره د ښارونو او ولایتونو نښلول د کاري فرصتونو او اقتصادي تحرک په برخو کې مهمه ونډه لري او همدارنګه د بې وزلۍ په کمولو کې د دولت د هڅو مهم عنصر ګڼل کېږي."
د هندوکش غرونو لړۍ د مواصلاتي سړکونو پروژه به د راتلونکو اوو کلونو په موده کې د عامه ګټو وزارت لخوا پلي شي. د عامه ګټو وزارت د پروژې د پلي کېدو له څرنګوالي څخه د ډاډ د تر لاسه کولو او له نورو اړوندو او ذینفع ادارو تر منځ د همغږۍ په موخه یو با صلاحیته مسوول په کار ګوماري. په ټول افغانستان کې د دې پروژې د هر اړخیزو اغېزو په پام کې نیولو سره، یوه بین الوزارتي څارنیزه کمیټه رامنځته کېږي، څو لازمې او اړینې همغږۍ رامنځته کړي او د ځمکو د استملاک او امنیت د ټینګښت په برخو کې د نورو ادارو ځانګړی ملاتړ تر لاسه کړي. د دې کمیټې ریاست به د جمهوري ریاست د یوه لوړ پوړي کارکوونکي په غاړه وي او په غړیو کې به یې د وزارتونو او د اړتیا پر مهال د بېلابېلو سازمانونو لوړ پوړي استازي شامل وي.
###
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcfy1dycw6dyxa.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته