د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهور رئیس محمداشرف غني په مشري د ملي تدارکاتو کمیسیون تېر ماښام په ارګ کې غونډه وکړه.
د ملي تدارکاتو کمیسیون د افغانستان بانک، د چارو ادارې لوی ریاست، د کرنې، ټولګټو، لوړو زده کړو،ملي دفاع او کورنیو چارو وزارتونو ۱۸ بېلابېلې پروژې وڅېړلې.
په دې غونډه کې د ۸۲۲ ملیونه افغانیو په ارزښت د چارو ادارې لوی ریاست، ټولګټو، ملي دفاع او کورنیو چارو وزارتونو ۱۰ قراردادونه منظور شول. همداراز د اتو نورو پروژو د قراردادونو د ورکړې وړاندیزونه او د پروژو د وخت تمدید هم تائید شو.
همدارنګه د ملي دفاع او کورنیو چارو وزارت په منظور شويو قراردادونو کې د تېرو کلونو په پرتله تقریباً ۱۰۴ میلیونه، ۲۱۹ زره، ۷۲۹ افغانۍ سپما وشوه.
د ملي تدارکاتو کمیسیون د غونډو په نتیجه کې د تېرو کلونو د قراردادونو په پرتله تقریباً له نهه میلیارده زیاتو افغانیو سپما شوې.
په دې غونډه کې د جمهور رئیس دویم مرستیال قانونپوه محمد سرور دانش، اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله، د مالیې، عدلیې او اقتصاد وزیرانو او د ملي تدارکاتو کمیسیون مسئولینو هم حضور درلود.
--

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)