دخپریدو نیټه :شنبه ۳۰ عقرب ۱۳۹۴ ساعت ۱۶:۵۳
د مطلب کود : 119373
په پکتیا ولایت کې د حقاني ترهګرې ډلې ته د اړوندو دریو ترهګرو نیول کېدل
د ملي امنیت لوی ریاست موظفینو د پکتیا ولایت ګردیز ښار په اړوندو برخو کې د یو لړ ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې د حقاني ترهګرې ډلې درې تنه غړي هر یو:
- دین محمد مشهور په محمدي د لعل محمد زوی؛ د زرمت ولسوالۍ لپاره د طالبانو د تش په نامه ولسوال ساتونکی
- ذکریا مشهور په امیر الله د رڼا ګل زوی؛ دنده یې د دولتي کسانو تثبیت او په کمینونو کې ونډه
- مصطفی د نیاز محمد زوی؛ د ماینونو لېږدونکی چې په ګردېز ښار او زرمت ولسوالۍ کې یې په ماین خښوونو، ترهګریزو او ورانکارو چارو لاس پورې کاوه نیولي دي.
د نیول شوو کسانو له پټن ځای څخه یو شمېر پرسونل ضد او بشکه یي ماینونه ترلاسه شوي دي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcjahevtuqevtz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته