دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲ قوس ۱۳۹۴ ساعت ۱۷:۵۲
د مطلب کود : 119491
سیمه ییز پولیس یوازې د کورنیو چارو وزارت په چوکاټ کې موثریت لري
افغانستان د اسلامي جمهوریت ارزونې ښیي، چې سیمه ییز پولیس یوازې د کورنیو چارو وزارت په چوکاټ کې موثریت لري او د دغو ځواکونو د تنظیم بهیر په دې وروستیو کې د ترتیب شوي میکانیزم مطابق د یاد وزارت په چوکاټ کې دتطبیق وړ دی.

د افغانستان دولت له ملېشو سره د خلکو د سخت مخالفت او د تېرو ترخو تجربو په دلیل د ملېشو جوړولو مخنیوی کوي، ځکه ملېشو د ناامني په زیاتوالي، د خلکو په ځورولو او د قانون د واکمنۍ په کمزوري کولو کې رول درلود او په اوږدمهال کې د زیاتو ناامنیو لامل کېږي.

د افغانستان دولت تل د ترهګریزو ډلو پر ضد مبارزه کړې او په دې وروستیو کې یې د ننګرهار ولایت په څو ولسوالیو کې چې د داعش ډلې تهدید محسوسېده، د اردو، پولیسو او ملي امنیت ځواکونو څو بریالي عملیاتونه ترسره کړل چې په پایله کې یې د هغوی رهبران او یو شمېر اړوند کسان له منځه یووړل شول.

د افغانستان د اسلامي جمهوریت یو ځل بیا یو شمېر پخواني قوماندانان اود ملېشوجوړونکي دېته هڅوي چې خلک او په ځانګړي ډول خپل کسان د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونولیکو سره یو ځای کېدلو ته وهڅوي، ځکه د امنیت د تامین او د هېواد د خپلواکۍ او ځمکنۍ بشپړتیا د دفاع موثره لاره د هېواد د وسله والو ځواکونو له لیکو سره یو ځای کېدل او د هغوی پیاوړي کېدل دي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcaoon6649n6y1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته