دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۴ قوس ۱۳۹۴ ساعت ۱۲:۱۶
د مطلب کود : 119565
امنیتي چارواکي: ظاهر قدیر خبرې غیر مسولانه دي

دافغان غږ (افغان غږ خبری آژانس) آژآنس د خبر له مخې، دافغانستان د امنیتي بنسټونو مسولینو دولسي جرګې لومړي مرستیال ظاهر قدیر دتېرې ورځې څرګندونې چې په وینا یې، افغان حکومت او ملي امنیت شورا داعش ډلې ملاتړي دي غیرې مسولانه وبللې.

د کورنیو چارو وزارت وزیر انورالحق علومي وویل، دظاهر قدیر خبرې د امنیتي ځواکونو او ولسي خلکو په روحیه منفي اغیز شیندي.

د ولسي جرګې لومړي مرستیال وویل، چې د ملي امنیت شورا او ټول امنیتي چارواکي د داعش وسله والې ډلې ملاتړي دي او د دې ډلې مهم مشران په پلازمېنه کابل کې استوګن او دولتي چارواکو سره لیدنې کوي.

د ده په خبره، نه یواځې حکومت د داعش ډلې سره جګړه نه کوي، بلکې هغه کسان چې غواړي داعش له منځه یوسي خڼدونه ورته پيدا کوي.

خو د کورنیو چارو وزیر وايي، چې امنیتي ځواکونه د جګړې په لومړۍ سپېڅلې کرښه کې داعش سره په نښته کې دي او تر اوسه یې شاوخوا ۴۸۰ تنه داعشیان وژلي دي.

علومي وویل، که قدیر د دغې تازه ادعا په اړه اسناد لري د څېړولو له پاره دې عدلي او قضايي بنسټونو ته وسپاري.

ده، په غیر مستقیم ډول وویل، که دغه تورونه ثابت نه شي قانون په دې برخه کې جدي عمل کوي.

په ورته وخت کې د ملي امنیت رییس رحمت الله نبیل وایي، چې داعش ډلې په افغانستان کې د فعالیت له پیله تر اوسه پورې هیڅ داسې پرمختګ نه دی کړی.

دی وايي، چې امنیتي ځواکونه زیاتې انګېزې او ملاتړ ته اړتیا لري او بایده نه ده، چې د دغسې تورنو په لګولو سره د دوی مرال ضعیف کړو.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcceoqsp2bqsp8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته