کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د ولسي جرګې مشر له داعش سره د مبارزې لپاره له روسیې سره خبرې وکړې

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 7 قوس 1394 ساعت 17:06


د ولسي جرګې دوهم مرستیال نذیر احمد احمدزي وویل چې له روسي چارواکو سره د ښاغلي ابراهیمي د خبرو ډېر جزیات نه دي څرګند؛ خو څرګنده یې کړه چې مسکو ته تللی پلاوی ښايي نن (شنبه) کابل ته راستون شي.

احمدزي پرون (جمعه) ازادي راډيو ته وویل چې د ولسي جرګې مشر عبدالرووف ابراهیمي د روسیې په "سنټ پیټرس بورګ" ښار کې په درې ورځنۍ سیمه ییزه غونډه کې په افغانستان او سیمه کې د داعش پر خطرونو او سرحدي امنیت خبرې وکړې:

"د اکټوبر په ۱۵او ۱۶موږ له روسي چارواکو سره یوه غونډه درلوده او هلته موږ روسي لوري ته وویل چې هغه پوځي مرستې چې له افرادو او ډلو سره کیږي؛ زموږ د قانون خلاف دي او مرستې باید زموږ له دولت سره وشي.

موږ هغه مهال د یوه سیمه ییز کنفرانس د جوړېدو غوښتنه کړې وه. د دې لپاره، د افغانستان د ولسي جرګې مشر هلته تللی چې د داعش د مخنیوي او د سرحدي ستونزو د حل لپاره خبرې وکړي."

د افغانستان د مشرانو جرګې یو پلاوی هم تېره اونۍ روسیې ته تللی و؛ خو په اړه یې ډېر جزئیات نه دي څرګند شوي.

د مشرانو جرګې یوه غړي، زلمي زابلي خبرداری ورکړ؛ مسکو ښايي غواړي چې د داعش پر ضد د مبارزې په نوم، په افغانستان کې هم د سوریې په څېر پوځي مداخلې ته لاره پرانیزي.

ښاغلي زابلي وویل، افغانستان باید په یوه ستره نړېواله، سیاسي لوبه کې قرباني نه شي.

"روسیه په وروستیو کې ډېر کوشش کوي چې افغانستان ته ځان ډېر رانږدې کړي؛ ځکه په افغانستان کې فعلي امنیتي وضعیت ډېر خراب دی او خلک ډېر په تشویش کې دي.

روسیه غواړي چې زموږ له ضعیفه موقفه منفي استفاده وکړي؛ لکه په سوریه کې چې بمبارد کوي؛ په غیر مستقیم یا مستقیم ډول وعدې د پارلمان غړو ته هم ورکوي چې موږ کولای شو چې ستاسې د غوښتنې په صورت کې پوځي مرستې درسره وکړو؛ خو موږ ته روسیې امتحان راکړی دی.

دوی که غواړي مرسته وکړي کولای شي چې زموږ د دولت له طریقه، د بهرنیو چارو د وزارت له طریقه او یا حتي په ملګرو ملتونو کې زموږ له استازي سره ارتباط ونیسي."

خو د ولسي جرګې دوهم مرستیال نذیر احمدزي وویل چې له روسیې سره د پوځي همکاریو د څرنګوالي پرېکړې یا موافقې کول د افغانستان د امنیتي ادارو کار دی او د ولسي جرګې د تللي پلاوي هڅې تر خبرو محدودې دي.

"دا جلسه چې اوس ترسره شوه، موږ مخکې په دې اړه خبرې کړې وې. ښايي زموږ د ولسي جرګې مشر روسیې ته دا قناعت ورکړی وي چې مرستې له قید او شرط پرته او بلا معاوضه افغان امنیتي ځواکونو ته ورکړي او په دې صورت کې یې موږ مرستې منلای شو؛ نه په بل ډول."

په سنټ پیټرس بورګ کې دې غونډې ته چې د سه شنبې په ورځ پیل شوې وه د چین، ایران، پاکستان او سربیا د پارلمانونو مشران هم ورغلي وو او په سیمه کې پر روانو سیاسي او پوځي حالاتو يې خبرې کړې دي.

د رپوټونو پر اساس، په غونډه کې د افغانستان د ولسي جرګې مشر د پاکستان د پارلمان له مشر سردار ایاز صادق او د تاجکستان د پارلمان د مشرانود جرګې (مجلس ملي) له رییس محمدصادق عبدالایوف سره هم کتلي دي.

د افغانستان د ولسي جرګې مشر له تاجک لوري سره د انرژۍ، سوداګرۍ او امنیتي همکاریو په اړه ځانګړې خبرې کړې دي.


د مطلب کود: 119674

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/119674/د-ولسي-جرګې-مشر-له-داعش-سره-مبارزې-لپاره-روسیې-خبرې-وکړې

آوا
  https://www.avapress.com