دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۰ قوس ۱۳۹۴ ساعت ۱۰:۱۳
د مطلب کود : 119791
د افغانستان اسلامی جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر د ناټو بهرنیو چارو وزیرانو په اجلاس کې ګډون لپاره بروکسل ته ځي

 پام کې ده د افغانستان اسلامی جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني ، د فرانسې جمهوریت څخه د افغانستان د جمهور رئیس جلالتمآب محمد اشرف غني له رسمي لېدنې وروسته، د۱۳۹۴ ل کال د لېندۍ په لسمه د سه شنبې په ورځ چې ۲۰۱۵ ز کال ډسمبر له لومړۍ نېټې سره سمون خوري د ناټو بهرنیو چارو وزیرانو په اجلاس کې ګډون لپاره بروکسل ته سفر وکړي.

په پام کې ده د افغانستان اسلامی جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر د "پرېکنده ملاتړ ماموریت غونډی" په ناستو کې وینا وکړي. پدی ناسته کې، د افغانستان اسلامی جمهوریت پر بهرنیو چارو وزیر سربېره، د پرېکنده ملاتړ ماموریت د غړو هېوادونو بهرنیو چارو وزیران او د جاپان او دکوریا جمهوریت بهرنیو چارو وزیران به هم حضور ولري.
په دې ناسته کې به، د ۲۰۱۶ ز کال تر پایه د پرېکنده ماموریت تمدید، د ۲۰۲۰میلادی کال تر پایه پوری د افغانستان ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو څخه مالي ملاتړ لپاره د ژمنو پر دوام او له پرېګنده ملاتړ ماموریت وروسته ،په ملکي مشرتابه، افغانستان کې د ناټو حضور لپاره د پلان جوړولو په اړوند به خبری اتری او پرېکړې وشي.

د افغانستان اسلامی جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر به، په خپلې وینا کې؛ د افغانستان د ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو د ځواکمنتیاو، اړتیاو او ننګونو په اړه، او د اصلاحاتو، فساد په وړاندې مبارزې، د قانون واکمنۍ، ښې حکومتولۍ، ټاکنیزو اصلاحاتو او بشری حقونو (په ځانګړې توګه ښځو او ماشومانو) ملاتړ په برخو کی د افغانستان حکومت د لاسبریاو په اړه معلومات وړاندي کړي او د خپلو بین المللي شریکانو او نړیوالې ټولنې د هیلو لازیاتې ترسره کېدا په موخه به یادشویو برخو کې د لا ډیرو هلو ځلو لپاره د افغانستان اسلامي جمهوریت پر ژمنو ټینګار وکړي.

وېېل کیږي، په نظر کې ده د افغانستان اسلامي جمهوریت بهرنیو چارو وزیر، د ناټو بهرنیو چارو وزیرانو له غونډې وروسته، اروپايي هېوادونو ته د هېواد جمهور رئیس سره ملګرتیا دوام لپاره، برلین ته ولاړ شي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcdnn0ffyt0f56.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته