دا غونډه چې پرون پیل شوه په کې د امریکا ولسمشر بارک اوباما وویل، نړېوال مشران باید د شته ستونزې په وړاندې پورته شي او نړۍ ته وښيي چې ټول هېوادونه د اقلیم د بدلون په وړاندې د شریک مسولیت احساس کوي.
پرون د ملګروملتونو په دې کنفرانس کې د نړۍ پر نورو مشرانو سربیره افغان ولسمشر اشرف غني هم څرګندونې کړي.
افغان ولسمشر اشرف غني چې د اقلیم د بدلون په اړه د نړۍ راټولو شویو مشرانو ته یې لنډه وینا وکړه وویل، په پاریس کې نننۍ غونډه د ځمکې د تودوخي د زیاتیدو د مخنیوي او همدا رنګه د هغو هېوادونو د مقاومت د لوړولو لپاره چې له همدې کبله له ګواښ سره مخ دي د چوکاټ د جوړولو ښه فرصت دی.
افغان ولسمشر زیاته کړه چې د ژوند د چاپیریال په هکله د انرژۍ د پالیسي ارزښت او تمرکز روښانه دی، خو تر اوسه د زېربناو د جوړولو لوړ لګښت نه دی تشخیص شوی.
د ښاغلي غني په وینا د زېربناو په جوړښت کې د خلاقیت د هڅونې په خاطر زیاته پاملرنه کولای شي د لګښتونو سپما او د مضرو غازونو د کموالي لامل شي.
نوموې په دې برخه کې د افغانستان په اړه وویل:
"افغانستان یو داسې هېواد دی چې انکشافي لاره یې نه یوازې دا چې د کاربن په زیاتوالي نه بدلېږي، بلکې په هند، پاکستان او زموږ په ټولو ګاونډیو هېوادونو کې د کاربن د ګازونو له کموالي سره هم مرسته کوي. افغانستان له اوبو، لمر او باد څخه د ۳۱۶ زره میګا واټه برېښنا د تولید وړتیا لري.
پردې سربیره موږ له مرکزي اسیا او د کسپین له غاړو جنوبي اسیا ته د طبیعي غاز او برېښنا د لیږد مهمه لاره یوو."
د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر بارک اوباما د اقلیم د بدلون په دې کنفرانس کې وویل، د نړۍ مشران باید پر پخه اراده او نوي کیدونکو اهدافو ولاړ د اقلیم د بدلون توافق رامنځ ته کړي.
ولسمشر بارک اوباما وویل، د امریکا متحده ایالات خپل مسولیت مني چې د اقلیم د بدلون په اړه باید یو څه وکړي.
د امریکا متحده ایالات د ککړو ګازونو چې د اقلیم د تودېدو لوی سبب بلل کېږي؛ دویم لوی خپرونکی هېواد دی.
ښاغلي اوباما دا هم وویل چې هېواد به یې نوې بودیجه رامنځ ته کړي څو له هغو هېوادونو سره چې د اقلیم بدلون ځپلی د دې پدیدې په مهار کولو کې مرسته وکړي.
تردې مخکې د فرانسې ولسمشر فرانسوا اولانډ چې کله د دې کنفرانس پرانېسته کوله نو د نړۍ پر راټولو شویو مشرانو یې غږ وکړ چې یو قوي تړون رامنځ ته کړي.
په عین حال کې د ملګروملتونو عمومي منشي بانکي مون د مشرانو دې غونډې ته وویل چې نړۍ باید ډیره چټکه او ډیره وړاندې ولاړه شي څو هغه ټاکلي هدف ته ورسیږو چې غواړو، نړېواله تودخه د دې پیړۍ تر پای پورې د سانتي ګراد په حساب تر دوو درجو محدوده وساتو.
د ملګرو ملتونو له خوا د دې کنفرانس چې COP21 نومول شوی هدف دا دی چې د ۱۹۶ هېوادونو مذاکره کوونکي په یو اوږدمهاله تړون سلا شي چې له مخې به یې د ککړو ګازونو خپراوي محدود شي.
همدا ککړ او ګلخانه يي ګازونه د مځکې د کرې د تودخي د زیاتیدو سبب بلل کیږي.
دا کنفرانس چې پروندوشنبې پاریس کې پیل شوی د سختو امنیتي تدابیرو لاندې به د ډېسمبر تر یولسمې نېټې دوام وکړي.
د امریکا، روسیې او چین ولسمشران او د هند او پاکستان صدراعظمان د نړۍ د هېوادونو د ۱۴۷ نورو مشرانو سره د اقلیم د بدلون په دې کنفرانس کې برخه لري.
د دوی ګډون دا هېلې زیاتې کړي چې په کنفرانس کې به د نړېوال اقلیم په اړه یو توافق رامنځ ته شي.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)