دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۲ قوس ۱۳۹۴ ساعت ۱۴:۳۹
د مطلب کود : 119870
د طالبانو مشر ملا اختر محمد منصور سخت ټپي شوی
د افغان ولسمشر د لومړی مرستیال ویاند سلطان فیضي ازادي راډيو ته وویل چې د طالبانو پر مشر د کوټې ښار ته نژدې د طالبانو قوماندان ملا عبداله سرحدي ډزې پرې وکړې:

"ملا اختر محمد منصور چې ځان د طالبانو مشر ګڼي د کوټې په ۲۵ کیلومترۍ کې د کوچلاخ په نوم سیمه کې، زخمي شوی دی چې دستي روغتون ته بېول شوي چې تر اوسه د ملا منصور د مړینې خبر نه دی تایید شوی خو هغه سخت ټپي شوی دی."

فیضي زیاته کړه چې په دې نښته کې قوماندان سرحدي او څلور تنه نور وژل شوي دي.

د ملا منصور د ډلې ویاند ذبیح اله مجاهد دا خبره رد کړه او ویې ویل چې داسې پیښه نه ده رامنځته شوې، خو د ملا رسول د ډلې یوه قوماندان له زابله په ټیلیفون ازادي راډیو ته وویل چې د ماسختن تر ډوډۍ وروسته د ملا اختر محمد منصور د ملګرو غونډه روانه وه چې د دوی کسان پرې ورغلل، لومړی یې پیره داران وویشتل او بیا یې پر هغوی ډزې وکړې:

"زما نوم محب اله دی. د منصور داد اله له قوماندانانو څخه یو قوماندان یم.

د نوي کلي پیښه چې شوې ده د هغه پړه موږ په غاړه اخلو. زموږ استخدام شوېو ملګرو دا کار کړی دی.

د ملا اختر منصور چې کوم مهم کسان دي هغه مو ټول ویشتلي دي."

د جولای په میاشت کې د افغانستان حکومت اعلان وکړ چې د طالبانو مشر ملا محمد عمر د کراچۍ په ښار کې دوه کاله مخکې مړ شوی و، بیا وروسته طالبانو هم د هغه د مړینې خبر تایید کړ او ملا اختر محمد منصور په یوې غونډې کې چې د طالبانو ترمنځ په کې علني اختلافات علني ښکاریدل، د نوی مشر په توګه وټاکل شو. هغه وخت د طالبانو یو شمیر قوماندانانو له دې ټاکنې سره مخالفت وکړ.

د ملا اختر محمد منصور د ټپي کیدو راپورونه په داسې وخت کې خپاره شوي دي چې د کابل او طالبانو تر منځ د سولې د خبرو د بیا پیلیدو لپاره هڅې په وروستیو کې د اسلام اباد په منځګړیتوب زیاتې شوې دي.

د ډېسمبر په لومړۍ نیټه چې کله په پاریس کې د اقلیم د بدلون د کنفرانس ترڅنګ د افغانستان ولسمشراشرف غني او د پاکستان صدراعظم نوازشریف سره وکتل، نو دواړو له طالبانو سره د خبرو پر بیا پیلیدو ټینګار وکړ.

ملا منصور د ځینو په باور د پاکستان پوځ ته د اعتبار وړ کس دی او داسې فکر کیده چې دی د سولې خبرو ته لېواله دی.

پخوانی معلومات:

د چارواکو په وینا، د طالبانو مشر ملا اختر محمد منصور په پاکستان کې د جنګیالیو د قوماندانانو په یوې غونډه کې له یوې لفظي شخړې څخه وروسته د ډزو په پایله کې سخت ټپي شوی دی.

چارواکي وايي، دغه پېښه هغه سخت اختلافونه په ګوته کوي چې د طالب جنګیالیو تر منځ شتون لري.

د ولسمشر د لومړي مرستیال عبدالرشید دوستم مطبوعاتي سلاکار سلطان فیضي ازادي راډیو ته وویل:

"ملا اختر محمد منصور سخت ټپي شوی او روغتون ته لېږدول شوی دی."

سلطان فیضي ویلي دي، ډاډه نه‎ دی چې ملا اختر محمد منصور د ورسېدلو ټپونو له امله ژوندی پاتې وي.

د ولسمشر د لومړي مرستیال مطبوعاتي سلاکار سلطان فیضي وايي، د هغو معلوماتو پر بنسټ چې په لاس کې یې لري، ملا اختر محمد منصور د پاکستان د کوېټې ښار په ۲۵ کېلومټرۍ کې په یوې نښته کې ټپي شوی دی.

د فیضي په وینا د دغې نښتې په پایله د عبدالله سرحدي په نوم د یادې ډلې د یوه پخواني لوړپوړي مشر په ګډون پنځه تنه نور وژل شوي دي.

ویل کېږي، عبدالله سرحدي چې له اختر محمد منصور سره په لفظي ښخړه کې ښکېل شوی وو، وژل شوی دی.

خو د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد له رسنیو سره په اړیکه کې دغه شخړه او پېښه رد کړې ده.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcbz9b8grhb8wp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته