کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په تخار ولایت کې د طالبانو ډلې ته د وسلو د برابرونکي او د عشر او زکات د راټولولو د مسئول نیول کېدل

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 16 قوس 1394 ساعت 12:56


د ملي امنیت لوی ریاست موظفینو د تخار ولایت په تالقانو ښار کې د یو لړ عملیاتو پر مهال په تخار ولایت کې د طالبانو ترهګرې ډلې ته د وسلو او مهماتو د برابرولو مسئول معراج الدین د سید اسلم زوی نیولی دی.

نوموړي منلې چې (۲۲۹۰۰۰) افغانۍ او (۱۷۰۰) امریکايي ډالر یې د تخار ولایت د ینګي قلعې ولسوالۍ لپاره د طالبانو د تش په نامه ولسوال څخه د وسلو او مهماتو د پېرلو په موخه ترلاسه او له ده یې غوښتي وو چې هغه د ینګي قلعې ولسوالۍ ته ور ولېږي.

له دې سره د ملي امنیت لوی ریاست منسوبینو د طالبانو ډلې لپاره د تخار ولایت په خواجه غار ولسوالۍ کې د عشر او زکات د راټولولو مسئول محمد حبیب د برهان زوی په داسې حال کې چې ۲۴۰ منه مۍ او ۱۴ منه کنجد یې د سیمې له اوسېدونکو څخه د عشر په نامه راغونډ کړي وو نیولی دی.


د مطلب کود: 119988

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/119988/په-تخار-ولایت-کې-د-طالبانو-ډلې-ته-وسلو-برابرونکي-او-عشر-زکات-راټولولو-مسئول-نیول-کېدل

آوا
  https://www.avapress.com