محمد اشرف غني نن په اسلام اباد کې د اسیا زړه هېوادونو په پرانېست غونډه کې دا ټینګار هم وکړ چې ټول هېوادونه باید په افغانستان کې د سولې د ټېنګښت لپاره هڅې وکړي.
افغان ولسمشر هېله وښوده چې د اسیا زړه هېوادونو د کنفرانس ګډونوال د سیمې د ګډو خنډونو او ستونزو په پیژندلو او حل لارو ښو نتیجو ته ورسیږي.
د اسیا زړه هېوادونو په غونډه کې د پاکستان صدراعظم نواز شریف وویل چې ترورېزم د ټولو ګډ دښمن دی او هېواد یې له افغانستان سره هر ډول همکارۍ ته چمتو دی.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)