کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

دملګرو ملتونو دکډوالو چارو ادارې (UNHCR) په کونړ کې ژمنۍ مرستې پيل کړې

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 18 قوس 1394 ساعت 15:52


په کونړ کې د،۳ سوه او ،۹ کورني بې ځایه شویو فامیلونو سره د ملګرو ملتونو دکډوالو چارو ادارې له خوا نغدي مرسته وشوه چې هرې کورنۍ ته سل (۱۰۰) امریکایې ډالره ځانګړي شوي وو ،چې کډوالو چارو ریاست په انګړ کې د کونړ والي الحاج وحیدالله کلیمزي ،ولایتي شورا ریس او نورو مشرانو په لاسونو په بې ځایه شویو کورنیو وویشل شول .

د کونړ والي الحاج وحیدالله کلیمزي د (یونیسیار) ادارې مننه وکړه چې کونړ کې یې د کورني بې ځایه شویو سره نغدي مرسته وکړه ،چې پرمټ به یې یادې کورنۍ و کولای شي دخپلې اړتیا سره سم توکي را ونیسي ،د ملګرو ملتونو دکډوالو چارو ادارې او نورو مرستندو ټولنو یې وغوښتل ،چې په کونړ کې دکورني بې ځایه شویو او بیرته راستانه شویو کورنیو سره ژمنیو مرستو سربیره د سرپناه په برخه کې هم مرستې تر سره کړي .


د مطلب کود: 120086

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/120086/دملګرو-ملتونو-دکډوالو-چارو-ادارې-unhcr-په-کونړ-کې-ژمنۍ-مرستې-پيل-کړې

آوا
  https://www.avapress.com