دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۸ قوس ۱۳۹۴ ساعت ۱۵:۵۲
د مطلب کود : 120086
دملګرو ملتونو دکډوالو چارو ادارې (UNHCR) په کونړ کې ژمنۍ مرستې پيل کړې
په کونړ کې د،۳ سوه او ،۹ کورني بې ځایه شویو فامیلونو سره د ملګرو ملتونو دکډوالو چارو ادارې له خوا نغدي مرسته وشوه چې هرې کورنۍ ته سل (۱۰۰) امریکایې ډالره ځانګړي شوي وو ،چې کډوالو چارو ریاست په انګړ کې د کونړ والي الحاج وحیدالله کلیمزي ،ولایتي شورا ریس او نورو مشرانو په لاسونو په بې ځایه شویو کورنیو وویشل شول .

د کونړ والي الحاج وحیدالله کلیمزي د (یونیسیار) ادارې مننه وکړه چې کونړ کې یې د کورني بې ځایه شویو سره نغدي مرسته وکړه ،چې پرمټ به یې یادې کورنۍ و کولای شي دخپلې اړتیا سره سم توکي را ونیسي ،د ملګرو ملتونو دکډوالو چارو ادارې او نورو مرستندو ټولنو یې وغوښتل ،چې په کونړ کې دکورني بې ځایه شویو او بیرته راستانه شویو کورنیو سره ژمنیو مرستو سربیره د سرپناه په برخه کې هم مرستې تر سره کړي .
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcc4xqse2bqix8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته