دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۴ قوس ۱۳۹۴ ساعت ۱۳:۲۱
د مطلب کود : 120268
عبدالله عبدالله به د شانګهای په غونډه کې وینا وکړي
افغانستان له ۲۰۱۲ کال راهیسې د دې سازمان چې په سيمه کې د امنیتي، اقتصادي او فرهنګي همکارۍ د پراخیدو په هدف په ۱۹۹۶کال تاسیس شوی، په غونډو کې د څارونکي په توګه ګډون کوي.

عبدالله عبدالله د دې سازمان غونډې ته پر وینا سربیره د یو شمېرهېوادونو له مشرانو سره جلا لیدنې کتنې هم ترسره کوي چې په دې ترڅ کې یې پرون د روسیې له صدراعظم او د هند د هییت له مشرسره وکتل.

د افغانستان د حکومت اجرایه ریس به نن د شانګهای د سیمه ییزو همکارېو د سازمان غونډې ته وینا وکړي.

دا خبره د اجرائیه ریاست ویاند مجیب الرحمن رحیمي پرون ازادي راډيو ته وکړه او ویې ویل چې عبدالله عبدالله به د دې سازمان غړېو ته په وینا کې پر یو لړمهمو کورنیو او سیمه ییزو موضوعاتو رڼا واچوي.

ښاغلي رحیمي زیاته کړه:

"د افراطیت په وړاندې مبارزه، د مخدره موادو د قاچاق مخنیوی، د کوکنارو د کر په وړاندې مبارزه او همدا رنګه په افغانستان کې د سولې او ثبات د ټینګښت لپاره د دې سازمان د غړېو همکاري او له ترورېزم سره مبارزه چې افغانستان یې د جبهې په لومړۍ کرښه کې دی، هغه مسایل دي چې د افغانستان د حکومت د اجراییه ریس په وینا کې به مطرح شي."

افغانستان د شانګهای د همکارۍ د سازمان بشپړغړی نه دی خو په غونډو کې یې د څارونکي په توګه ګډون کوي.

د اجرایه ریاست ویاند وویل، عبدالله به په دی غونډه کې په دې اړه چې افغانستان په سیمه کې د دې سازمان لپاره ډیر مهم دی او بشپړغړیتوب یې باید ومنل شي هم تاکید وکړي.

د رحیمي په وینا ډیرغړي په دې اړه مثبت نظر لري او افغانستان هیله من دی چې په بله سرمشریزه کې د دې سازمان بشپړغړیتوب حاصل کړي.

د حکومت اجرایه ریس د دې سازمان د غونډې تر څنګ پرون د روسیې له صدراعظم او د هند د هیت له مشر سره جلاکتنې ترسره کړې.

د رحیمي په وینا د روسیې له صدراعظم ډیمیټري میدویدیف سره په کتنه د حکومت اجرایه ریس له افغانسان سره په مختلفو برخو کې له روسیې د مرستې غوښتنه وکړه چې د روسیې صدراعظم هم ډیرو برخو کې د همکارې ژمنه وکړه.

ښاغلي میډویډیف زیاته کړه:

"میدودیف ژمنه وکړه چې روسیه دې ته تیاره ده چې له افغانستان سره د ترورېزم او د افراطیت په وړاندې د مبارزې او هم د ملي اردو د ځواکونو د پیاوړتیا په برخو کې ترهغه چې د روسیې په وس کې دي، همکاري وکړي."

د افغانستان په اړه وروستیو سیاسي او اقتصادي خوزښتونو ته په پام سره د اقتصادي چارو یو شمېر کارپوهان وایي چې د سیمې هېوادونو په تیره د افغانستان په مساله کې مهمو لوبغاړو افغانستان ته توجه زیاته کړې او د شانګهای د همکاری د سازمان غونډه هم ښه فرصت دی چې افغانستان ورڅخه ګټه پورته کړي.

د کابل پوهنتون د اقتصاد د پوهنځي استاد حمیدالله فاروقي ازادي راډیو ته وویل چې د سیمې د هېوادونو مشرانو دا درک کړې چې په یوه امن او ثبات لرونکي افغانستان کې تر ډیره د دوی اقتصادي او امنیتي ګټې هم نغښتې دي.

ښاغلي فاروقي د ټاپي پروژه یوه بیلګه وبلله او زیاته یې کړه:

"زه ډاډه یم دغه هېوادونه چې د افغانستان د سولې او ثبات او امنیت په راوستو کې ونډه لري، په دغو خبرو اترو کې هم جدي اغیز لري. د دغو هېوادونو د مشرانو په ذهنیت کې اوس یو نوی بدلون او نوې هیلې د خپلو هېوادونو او د خپلو خلکو د ژوندانه د ښه کیدو په رابطه راټوکیدلي چې دا یو اساسي تغیر دی او زه هیله من یم چې دا به د افغانستان د سولې، ثبات او د دې هېواد د ولس د سوکالي لپاره یو نوی او اساسي ګام وي. دا یو نوی برجسته تاریخ دی."

د شانګهای د همکارېو په سازمان کې روسيه، چين، ازبکستان، قزاقستان، تاجکستان، قرغزستان غړيتوب لري اوافغانستان، پاکستان، هند، ايران، بېلاروس او منګوليا هم د څارونکو په توګه د دې سازمان په غونډو کې ګډون کوي.

د ۲۰۱۵ کال د جولای د لسمې په غونډه کې دې سازمان هند او پاکستان هم د بشپړ غړو په توګه ومنل چې په را روان ۲۰۱۶ کال کې به د دې سازمان د بشپړغړیو په توګه د دې سازمان په غونډو کې ګډون کوي.

د شانګهای سازمان په سيمه کې د امنیتي، اقتصادي او فرهنګي همکارۍ په هدف په ۱۹۹۶ کال جوړ شوی دی.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcep78zvjh8wwi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته