دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۵ قوس ۱۳۹۴ ساعت ۱۶:۱۴
د مطلب کود : 120312
پنټاګون: په افغانستان کې تاوتریخوالی د ډېرېدو په حال کې دی
ښاغلي کارټر دغه موضوع د یاد هېواد کانګرس ته په خپل وروستي راپور کې لیکلي چې په افغانستان کې تاوتریخوالی او ناامني په ډېرېدو ده او د بهرنیو سرتېرو په کمېدو سره په افغانستان کې د وسله والو طالبانو بریدونو زور اخیستی دی.

په راپور کې دا هم ویل شوي چې وسله وال طالبان وتوانېدل په روان میلادي کال کې داسې بریدونه وکړي چې په پایله کې یې د افغان ځواکونو تلفات ډېر شوو.

راپور زیاتوي، که څه هم افغان ځواکونه د متقابل ګوزار لپاره لېوالتیا ښیي او د جګړې په ډګر کې له خپلو تېرو تېروتنو څخه زده کړې کوي، خو راپور کاږي د طالبانو مقاومت د افغانستان امنیتي وضعیت ګډوډ کړی او ځیني حساسې سیمې یې له خطر سره مخامخ کړي دي.

امریکا متحده ایالات اوس مهال په افغانستان کې ۹۸۰۰ سرتېري لري چې یو شمېر یې د ترورېزم په وړاندې جګړه کې برخه اخلي.

د امریکا دفاع وزارت لیکي، د طالبانو مقاومت د امریکا په مشرۍ ائتلاف او هم افغان ځواکونو ته یو پرله پسې ګواښ بلل کېږي او هم د افغانستان خلک ګواښي.

په راپور کې دا یادونه هم شوې چې په افغانستان کې د القاعدې ډله هم فعالیت کوي، خو د دې ډلې د غړو د شمېر په اړه څه نه دي ویل شوي.

د دې ترڅنګ دغه راپور په افغانستان کې د اسلامي دولت په نامه ډلې یا داعش د حضور یادونه هم کړې ده.

په همدې حال کې په افغانستان کې د امریکا او ناټو ځواکونو عمومي قومندان جنرال جان کمپبل په کابل کې له اسوشیټېډ پرېس خبري اژانس سره په مرکه کې ویلي چې د اسلامي دولت ډلې پلویان هڅه کوي د افغانستان په ختیځ ولایت جلال اباد کې ځانته یو سیمه ییز مرکز جوړ کړي.

دی وایي، له دغو کسانو سره د عراق او سوریې څخه بهرني وسله وال یو ځای شوي دي.

د دغه امریکایي جنرال په خبره دا ډلې غواړي په سوریې او عراق کې د داعش له مشرانو سره اړیکې ټینګې کړي.

د امریکا د دفاع وزارت د راپور له مخې د ۲۰۱۵ کال د دوهمې نیمایې په اوږدو کې تر ټولو ناوړه ماته د طالبانو په لاس د کندز ښار سقوط وو چې افغان امنیتي ځواکونه وروسته د امریکایي قوتونو په مرسته وتوانېدل دغه ښار بېرته په خپل کنټرول کې راولي، خو په دې ځای کې هم د یوې بشري تېروتنې په پایله کې د بې پولو ډاکټرانو یو روغتون بمبارد شو او د دې روغتون څو تنه کارکوونکي او ناروغان ووژل شوو.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcez78zwjh8wxi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته