دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۹ قوس ۱۳۹۴ ساعت ۱۱:۱۴
د مطلب کود : 120436
جمهور رئیس غني: هیله ده، چې د کورنیو چارو وزارت نوې ودانۍ په هېواد کې د قانون د حاکمیت د ثقل مرکز وي
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس او د وسله وال پوځ اعلی قوماندان محمد اشرف غني پرون له غرمې مخکې د کورنیو چارو وزارت د نوې ودانۍ د پرانیستې پرمهال وویل: دا نوې او عصري ودانۍ د قانون د حاکمیت او د افغانستان د پولیسو په تشکیل کې د اصلاح راوړلو نوی څپرکی دی.

په دغو مراسمو کې چې د کورنیو چارو وزارت په نوې ودانۍ کې ترسره شول، جمهور رئیس زیاته کړه، چې د کورنیو چارو وزارت عصري او فزیکي زېربنا رامنځته شوه او هیله ده، چې دا ودانۍ په هېواد کې د قانون د حاکمیت د ثقل مرکز وي.

محمد اشرف غني د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو د سرښندنو قدرداني وکړه او د کورنیو چارو وزارت په تشکیل کې پر اصلاحاتو په تینګار یې وویل، اوسنۍ بیروکراسي قطعاً ماته د منلو وړ نه ده او دا ناسمه ده، چې د شهیدانو کورنۍ د یوې وثیقې د جوړولو په خاطر یو کال انتظار وکړي، زموږ امنیتي او دفاعي ځواکونه قرباني ورکوي او باید د ټپیانو او شهیدانو کورنیو ته رسیدګي وشي.

جمهور رئیس دېته په اشارې، چې د ملي پولیسو په لیکو کې د شهادت او ټپي کېدو ګراف لوړ دی وویل، له ۲۰ زره زیاتو پولیسو لپاره چې تراوسه یې منظمې زده کړې نه دي کړې، باید د زده کړې زمینه برابره شي او د مخنیوي وړ قربانیو مخنیوی یې باید وشي.

جمهور رئیس یو خل بیا له هغو کورنیو څخه چې خپلې لوڼې یې د ملي پولیسو لیکو ته استولي مننه وکړه او زیاته یې کړه، هغوی ته د مناسبې کاري فضا جوړول زموږ دنده ده.

جمهور رئیس غني وویل، سوله د افغانستان د ټولو خلکو غوښتنه ده، موږ د جنګ پیلونکي نه یوو، بلکې جنګ پر موږ تحمیل شوی دی او د دې خاورې او د اسلام د مبین دین د ارزښتونو د ساتنې په لاره کې زموږ مبارزه په حقه ده.

د هېواد د وسله وال پوځ اعلی قوماندان وویل، څه شی چې زموږ امنیتي او دفاعي ځواکونو د وینو په بیه ګټلي، د سیاست په ډګر کې به یې له لاسه ور نه کړو.

جمهور رئیس غني د کورنیو چارو وزارت د نوې ودانۍ د جوړولو په برخه کې د امریکا متحده ایالاتو څخه مننه وکړه او وې ویل، واقعي دوست د ستونزو او سختیو پرمهال معلومېږي.

محمد اشرف غني څرګنده کړه، د افغانستان او امریکا مشارکت په ګډو ګټو استوار دی او په دې کې شک نشته. هغه وویل، تر څو چې د ترهګري شومه پدیده له منځه لاړه نشي نه به موږ په امن یوو او نه هم نړیواله ټولنه.

جمهور رئیس وویل، سوله د افغانستان د ټولو خلکو غوښتنه ده او موږ دې غوښتنې ته د رسېدو لپاره هڅې کوو. هغه ټینګار وکړ، چې د امنیتي او دفاعي ځواکونو لاسته راوړنې، سرښندنې او استقلالیت به هیڅ وخت د دې پروسې قرباني نشي.

هغه د خپلو څرګندولو پرمهال وویل، اړتیا ده، چې تحمیلي جنګ پای ومومي، تر څو پولیس وکولی شي په خپله اصلي دنده چې د قانون تنفیذ او حاکمیت دی زیات تمرکز وکړي.

د کورنیو چارو وزارت کمپلکس په ۱۸۳ جریبه ځمکه کې د امریکا د متحده ایالاتو په مالي مرسته د ۲۱۰ ملیونه ډالرو په ارزښت جوړ شوی، چې د وزیر او معینانو د دفترونو، د سوق او ادارې مرکز په ګډون ۲۹ ودانۍ او ۱۲ اداري ودانۍ لري، چې د۰۰ ۳۲ تنو د ځایولو ظرفیت لري .

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcbfgb80rhb5ap.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته