دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۹ قوس ۱۳۹۴ ساعت ۱۱:۱۹
د مطلب کود : 120437
انجینیر محمد خان په نړیوال تجارتي سازمان کې د عضویت د تر لاسه کولو وروسته هیواد ته راستون شو
د اجرائيه ریاست لومړی مرستيال انجينیر محمد خان چې څو ورځې وړاندې د یوه لوړپوړي پلاوي په مشرۍ د کېنیا پلازمېنې نایروبي ته په یوه رسمي سفر تللی و بېرته هیواد ته راستون شو.
په دغه سفر کې چې د هېواد د سوداګرۍ وزارت مرستیال مزمل شېنواري او په اقتصادی چارو کې د ولسمشر سلاکار حضرت عمر زاخلیلوال يې ملتیا کوله، وتوانېدل چې وروسته له یوولسو کلنو څخه د سوداګرۍ د نړیوال سازمان غړیتوب تر لاسه کړي.
لومړي مرستيال د دغې لویې بریا له امله ټولو هېوادوالو ته د مبارکۍ تر څنګ زیاته کړه چې په یاد سازمان کې په غړیتوب سره به افغانستان وکولای شي خپلې نړيوالې سوداګریزې اړیکې پراخه کړي او وبه کولای شي چې د دغه سازمان د ۱۶۰ غړو هېوادونو سره له کوم قید او شرط پرته راکړه ورکړه وکړي.
لومړي مرستيال دغه سفر له لاسته راوړنو ډک وباله، او زیاته يې کړه چې د دغې سازمان په غړیتوب سره به د ملي یووالي دولت وکولای شي د بهرنیو پانګوالو پاملرنه راوړوي، چې په دې سره به ګڼ شمېر هېوادوال په کار او د بې کارۍ ستونزه به تر ډېره بریده حل شي.
د دغه سازمان غړیتوب تر لاسه کول پر افغانستان د نړیوالې ټولنې باور زیاتوي، ځکه هر هېواد یا پانګه وال له پانګونې مخکې ګوري، چې دغه هېواد د سوداګرۍ نړیوال سازمان غړیتوب لري او که نه، بله دا چې دې سره به د ټرانزیټ ستونزه او په ځانګړې توګه له ګاونډي هیواد پاکستان سره به د ټرانزیټ برخه کې زموږ ستونزه د تل لپاره هواره شي.

په رسمي توگه افغانستان ته د بشپړ غړيتوب ورکولو له اعلان و ړاندې د افغانستان د حکومت اجرايئه رياست لومړي مرستيال انجینیر محمد خان وويل چې افغانستان کې بهرنۍ پانگې اچونې ته ښه زمينه برابره ده، او وې ويل چې د سوداگرۍ په بېلابيلو ډگرو کې د کار او پانگې اچونې امکانات موجود دي اوله دې وروسته باید نړیواله ټولنه له افغانستان سره سوداګریزې راکړې ورکړې زیاتې کړي.
د (WTO) سازمان په کال ۱۹۴۷ز کې په نیروبي کې په کار پیل وکړ، په ۱۳۹۵ ل کال کې د سوداګرۍ د نړیوال سازمان په نوم ونومول شو، او افغانستان په ۲۰۰۴ ز کال کې په دغه سازمان کې د غړیتوب د تر لاسه کولو غوښتنه کړې وه چې بالاخره په ۲۰۱۵ ز کال کې غړې هېوادونو سلا شول تر څو افغانستان په خپل غړیتوب ومني.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcc1xqsm2bqi08.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته