دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲ جدی ۱۳۹۴ ساعت ۱۱:۴۴
د مطلب کود : 120563
اشرف غني: اذري سوداګر دې په افغانستان کې پانګونه وکړي
اشرف غني اذربایجان ته د خپل سفر پرمهال د هغه هېواد سوداګرو ته په افغانستان کې د پانګه لپاره د ښو فرصتونو یادونه وکړه.

ولسمشر د یوه لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ پرون اذربایجان ته سفر وکړ او د هغه هېواد له ولسمشر په ګډون یې له صدراعظم، د پارلمان ریس او نورو لوړ پوړو چارواکو سره ولیدل.

افغان ولسمشر تېرماښام د اذربایجان په پلازمینه باکو کې د هغه هېواد د ولسمشر په ګډون له بېلابېلو لوړ پوړو چارواکو سره ولیدل او پر بېلابېلو سیاسي او اقتصادي مسایلو یې خبرې وکړې.

د هغه هېواد له صدراعظم ارتورسي سره د لیدو پر مهال دواړو مشرانو د افغانستان اذربایجان د اړیکو پر پیاوړتیا خبرې وکړې.

د دغه سفر هدف تر ډیره په اقتصادي برخه کې د اذربایجان د همکارۍ جلبول ښودل شوي دي.

له ارګه په خپرې شوې اعلامیې کې ویل شوي چې ولسمشرغني د اذربایجان له سوداګرو سره د لیدو پر مهال هغوی وهڅول چې په افغانستان کې پانګونه وکړي.

ولسمشر غني ویلي چې په افغانستان کې په ډیرو بنسټیزو برخو لکه، د انرژۍ، ساختماني، کرنې، د سمټو د تولید، د مس، فولادو، ګازو او تیلو د استخراج او دې ته ورته نورو برخو کې د پانګونې ښه فرصتونه شته.

افغان ولسمشر اذرې سوداګرو ته ډاډ ورکړی چې په افغانستان کې د پانګونې په برخه کې د احتمالي ستونزو د مخنیوي په اړه له نړېوالو نهادونو سره په تماس کې دی او له هغوی څخه یې غوښتي چې احتمالات وارزوي او د پانګوالو لپاره د بیمې اسانتیاوې برابرې کړي.

ښاغلي غني دغه راز هغوی ته بلنه ورکړې چې له هغو ترکي شرکتونو سره چې دا مهال په افغانستان کې په پانګونې بوخت دي وګوري او په دې برخه کې د هغوی له تجربو ګټه واخلي.

اذري سوداګرو هم په افغانستان کې پانګوني ته د لېوالتیا په ښودلو سره ژمنه کړې چې په ټولو برخو کې شته فرصتونه به وارزوي.

دغه راز د اذربایجان د پارلمان له مشر سره هم لیدلي او هغه ته یې افغانستان ته د سفر بلنه ورکړه.

په سیاسي برخه کې هم ښاغلي غني د ادربایجان له ولسمشرالهام علي ایف سره خبرې کړي دي.

د ازادي راډیو د اذري څانګې په راپور کې راغلي چې ښاغلي عليیف په نړېوال ډګر کې د افغانستان له همکارېو مننه کړې او ویلي یې دي چې د قره باغ په برخه کې افغانستان په ملګرو ملتونو کې د اذربایجان د دریځ ملاتړ کړی او هم یې د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د اذربایجان د دایمي غړیتوب په اړه بې طرفانه راېې ورکړې ده.

د ولسمشر علییف په خبره دواړه هېوادونه په سیاسي ډګر کې پرمختللې اړیکي لري، نو اوس د دې وخت دی چې باید په اقتصادي ډګر کې هم پراخې اړیکې ولري.

د دې سفر په ترڅ کې د همکارېو څو سندونه لاسلیک شوه چې یو یې هم د دواړو هېوادونو د کار او ټولنیزو چارو وزارتونو ترمنځ د کاري فرصتونو، ټولنیز خوندیتوب او استخدام په اړه وو او دوهم سند د افغانستان او اذربایجان د ملي راډیو تلویزیونونو په برخه کې د همکارېو په اړه وو.

د اقتصادي چارو پوهان د ولسمشر د وروستیو سفرونو اهداف ډیر مهم ګڼي، خو وایي دغه هېواد باید د سیمې د هېوادونو د تفاهم لیکونو د عملي کېدلو لپاره لازمې هڅې ترسرهکړي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdccexqs12bqip8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته