دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۳ جدی ۱۳۹۴ ساعت ۱۲:۳۲
د مطلب کود : 120600
عزيز: راحيل شريف به په روانه مياشت کې کابل ته سفر وکړي
ښاغلي عزيز د چهارشنبې په ورځ په اسلام اباد کې له رسنيو سره د خبرو پر مهال وويل چې د راتلونکي مياشت په لومړېو کې به د افغانستان د سولې د پروسې په لړ کې د پاکستان، افغانستان، چين او امريکا په استازيو مشتمله څلور اړخيزې کومېټې يوه غونډه هم جوړه شي چې د سولې د پروسې په اړه به بحث وکړي.

نوموړي زياته کړه چې دغه کمېټه به د سولې په پروسې د څار یو میکانېزم رامنځته کړې او خپلې ارزونې به له ښکېلو اړخونو سره شریې کړي.

د روانې مياشت په ٩مه نېټه په اسلام اباد کې د ايشياء زړه کنفرانس پر مهال د افغانستان، پاکستان، چین او امريکا چارواکو څلور اړخیزه ليدنې کتنې کړې وې، د افغانستان د سولې د پروسې په اړه يې بحث کړى و او د يوې کمېټې په جوړولو سلا شوي وو.

د پاکستاني پوځ مشر په داسې وخت کې کابل ته سفر کوي چې په دې وروستيو کې اسلام اباد ته د افغانستان د ولسمشر تر سفر وروسته کابل د اسلام اباد ترمنځ خړ پړ شوي تعلقات يو ځل بيا د غوړېدو په حال کې دي.

سرتاج عزيز کابل ته د جنرال راحيل شريف د سفر په اړه وويل:

"د پوځ مشر به په روانه مياشت کې افغانستان ته سفر وکړي، خو تر دې مخکې به د جنورۍ په لومړۍ هفتې کې د هغې څلور اړخيزې کمېټې غونډه وشي چې په دې وروستيو کې رامنځته شوې ده، څو د دې جاېزه واخلي چې د سولې خبرې چېرته، په کومو شراېطو او کومه طريقه وشي؟."

ښاغلى راحيل شريف په داسې وخت کې کابل ته سفر کوي چې په دې وروستيو کې پاکستان او نړېوالې ټولنې د افغان دولت او طالبانو ترمنځ د سولې د خبرو اترو د بېرته پيلولو لپاره کوششونه تېز کړي دي.

ښاغلي عزيز افغانستان ته د جنرال راحيل شريف سفر مهم وباله او ويې ويل چې نوموړى به په دې سفر کې له افغان چارواکو سره په پوځي همکارۍ، سرحدي امنيت او د افغانستان د سولې پروسې په اړه خبرې وکړي:

"لومړى خبره دا ده چې د پوځ د مشر سفرونه معمول وي چې په کې پوځي تعلقات، استخباراتي همکاري او په سرحدي همکارېو خبرې کېږي. همدا راز ظاهره ده چې د سولې په پروسې کې چې کوم موضوعات او ستونزې دي، په هغې به هم خبرې کېږي، نو دا به يوه ګټور سفر وي."

د افغان دولت او طالبانو ترمنځ د سولې د خبرو د بېرته پيلولو لپاره کوششونه په داسې وخت کې ډېر شوي چې د دغو دواړو غاړو ترمنځ د روان کال په جولايي کې د پاکستان په کوربه توب اسلام اباد ته نزدې په مري نېغ په نېغه مذاکرات شوي وو.

په دغو خبرو اترو کې د چین او د امريکا دمتحده ایالاتو استازيو هم د څارونکيو په توګه برخه اخیستې وه.

که څه هم دغه دواړه افغان خواوې هغه مهال سلا شوي وو چې د دغو مذاکراتو بل پړاو به هم په پاکستان کې ترسره کیږي، خو د طالبانو د پخواني مشر ملا عمر د مرګ خبر ښکاره کېدل د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ مذاکرات په ټپه ودرول.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdce778z7jh8wpi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته