دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۳ جدی ۱۳۹۴ ساعت ۱۲:۳۷
د مطلب کود : 120602
کابلوف: مسکو د داعش پرضد له طالبانو سره اړیکه نیولې
ضمیر کابلوف انټرفاکس خبري اژانس ته ویلي چې د داعش ډلې خلاف جنګ کې د روسیې او طالبانو ګټې سره ورته دي.

خو د افغانستان دفاع وزارت وايي، طالبانو سره دا ډول ارتباط نیول د منلو وړ نه دی.

دا لومړی ځل دی چې د روسیې یو لوی ډیپلومات په رسمي توګه د طالبانو او مسکو د روابطو خبره کوي.

د افغانستان لپاره د روسیې د جمهور رئیس ځانګړی استازی ضمیر کابلوف وايي، مسکو طالبانو سره د معلوماتو د تبادلې لپاره ارتباطي شبکې جوړې کړي دي.

هغه انټرفاکس خبري اژانس ته ویلي چې د اسلامي دولت یا داعش ډلې خلاف جنګ کې روسیه او طالبان ورته ګټې لري.

خو د مسکو او طالبانو ترمنځ دغه رابطه د افغانستان د حکومت او په ځانګړي توګه د دغه هېواد د دفاع وزارت لپاره چې په څو جبهو کې د طالبانو خلاف جنګیږي د اندیښنې وړ ده.

د افغانستان د دفاع وزارت ویاند جنرال دولت وزیري ازادي راډیو ته وویل چې په افغانستان کې تروریستي ډلو سره د هر هېواد مستقیم ارتباط د منلو وړ نه دی.

ښاغلي وزیري زیاته کړه:

"که د روسیې دولت غواړي چې د ترورېزم او د داعش خلاف مبارزه کې مرسته وکړي نو یواځنۍ لار یې دا ده چې د افغانستان له حکومت او دفاع وزارت سره یې تماس ونیسي ترڅو دغه مبارزه پیاوړي کړو او داعش یا نورې تروریستي ډلې له منځه یوسو."

مخکښې هم ناتائید شوېو رپوټونو د طالبانو او مسکو ترمنځ د روابطو خبره کړې وه چې کابل يې په ځواب کې ویلي وو چې له طالبانو سره د نورو هېوادونو ارتباط د افغانستان د ملي حاکمیت ماتول دي.

په نولسوه دوه نوي کال کې د ډاکټر نجیب الله د حکومت تر نسکوریدو وروسته تېرو کلونو په نسبت اوس مهال د مسکو او کابل روابط ډیر نږدې شوي دي. مسکو څو اوونۍ مخکې ژمنه وکړه چې د افغانستان حکومت ته ۱۰ زره کلشنیکوف ټوپک او نور پوځي تجهیزات ورکوي.

خو ضمیر کابلوف انټرفاکس خبري اژانس ته ویلي چې مسکو افغانستان ته وسلې ورکوي خو دا کار په احتیاط او د یوې تجارتي معاملې په توګه ترسره کوي.

اوس چې مسکو له طالبانو سره خپله اړیکه تائیدوي څرګنده نه ده چې کابل سره به یې روابط څنګه شي.

د افغانستان حکومت تر اوسه په دې هکله څه نه دي ویلي. دا هم څرګنده نه ده چې طالبانو به د معلوماتو د تبادلې په مقابل کې له مسکو څه غوښتي وي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcgzz9qxak9x34.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته