دخپریدو نیټه :يکشنبه ۶ جدی ۱۳۹۴ ساعت ۱۳:۴۷
د مطلب کود : 120689
د افغانستان فوټبال ملي لوبډلې د بوتان لوبډلې ته ماتې ورکړه
د افغانستان د فوټبال ملي لوبډله د اسیا د جنوبي هېوادونو د فوټبال د سیالیو "ساف ګیم" لپاره هند ته تللې او راتلونکې مسابقه یې سبا دوشنبه د مالدیف په وړاندې ده.

د ملي لوبډلې مرستیال روزونکي علي عسکر لعلي پرون ازادي راډیو ته وویل چې له مالدیف سره مسابقې ته پوره تیاري لري.

علي عسکر لعلي:

"زموږ امتیاز تر مالدیف زیات دی یعني آن که مساوي پای ته ورسېږو، په خپل ګروپ کې د اول ټیم په توګه بلې مرحلې یعنې سیمي فاینل ته وتلای شو."

په پرونۍ سیالي کې د افغانستان د لوبډلې خیبر اماني او مسیح سیغاني ګولونه وهلي دي.

افغانستان تر دې مخکې د بنګله دېش ټیم ته په ۴ ګولونو ماتې ورکړه.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcbwgb89rhb50p.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته