کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په جنوري میاشت کې د افغانستان، پاکستان، امریکا متحده ایالاتو او چین د هېوادونو تر منځ لومړنۍ څلور اړخیزه ناسته جوړه شي

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 7 جدی 1394 ساعت 11:03


 د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس او اجرائیه رئیس د پاکستان له لوی درستیز جنرال راحیل شریف او ورسره پلاوي سره کتنه او خبرې وکړې. په دې کتنه کې د امنیتي مسایلو، له ترهګري سره د ګډې مبارزې، د سولې پروسې د پیل او د معلوماتو د تبادلې په هکله بحث او خبرې وشوې.

په دې کتنه کې د دواړو هېوادونو له خاورې څخه د ترهګرو د ازادانه فعالیتونو د مخنیوي په موثرو لارو چارو ټینګار وشو او د دواړو هېوادونو د خلکو تر منځ د تګ راتګ، په پاکستان کې د افغان کډوالو او قومونو د اړیکو د اړتیاو درک او درناوي ته په پام توافق وشو، چې دواړه هېوادونه دې اجازه نه ورکوي، چې ترهګر یې له خاورې څخه د ترهګریزو اعمالو او تاوتریخوالي د ترسره کولو لپاره ګټه واخلي.

همدارنګه دواړو لوریو موافقه وکړه، چې د طالبانو له هغو ډلو سره به د سولې او خبرو بهیر ته، چې مذاکرې او پخلاینې ته تیار دي ادامه ورکړي او هغه ډلې چې ترهګریزو فعالیتونو او تاوتریخوالي ته ادامه ورکوي له هغوی سره به د هغه چوکات له مخې چلند وشي، چې دواړه لوري پرې توافق وکړي.

په دې کتنه کې دواړو لوریو توافق وکړ، چې سولې ته د رسېدو لپاره به د موجود څلور اړخیز چوکاټ له مخې د ګډو مسوولیتونو په درک کولو سره د افغانستان د حکومت په رهبري د سولې د بهیر ملاتړ وکړي.

دواړو لوریو موافقه وکړه، چې سولې ته د رسېدو په خاطر دې د غونډې د ګډونوالو د مشخصو مسوولیتونو په قید سره د یوې جامع لارې د نقشې د تدوین لپاره د ۲۰۱۶ کال په جنوري میاشت کې د افغانستان، پاکستان، امریکا متحده ایالاتو او چین د هېوادونو تر منځ لومړنۍ څلور اړخیزه ناسته جوړه شي.

همدارنګه دواړو لوریو د اړیکو په ښه والي او باور جوړولو زیات ټینګار وکړ، تر څو له ګډو تهدیدونو سره د مقابلې او ښې همغږۍ لپاره دوه اړخیزې امنیتي غونډې زیاتې شي.

په دې کتنه کې د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر، د ملي دفاع وزارت سرپرست، د ملي امنیت شورا سلاکار، د ملي امنیت د عمومي ریاست سرپرست، د هېواد لوی درستیز او ځینو نورو لوړ پوړو مقاماتو حضور درلود.


د مطلب کود: 120732

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/120732/په-جنوري-میاشت-کې-د-افغانستان-پاکستان-امریکا-متحده-ایالاتو-او-چین-هېوادونو-تر-منځ-لومړنۍ-څلور-اړخیزه-ناسته-جوړه-شي

آوا
  https://www.avapress.com