دخپریدو نیټه :دوشنبه ۷ جدی ۱۳۹۴ ساعت ۱۳:۱۷
د مطلب کود : 120741
عراق پوځيانو په رمادي ښار کې ځیني دولتي تاسیسات نیولي
رمادي له اتو میاشتو راهیسې د اسلامي دولت ډلې یا داعش په ولکه کې و. د عراق پوځي سرچینې وايي، د دې تاسیساتو د نیولو معنا دا ده چې داعش ډلې په رمادي کې ماتې خوړلې ده.

د پوځ دا بریا پرون د عراق په څو ښارونو کې ونمانځل شوه.

عراقي چارواکي په رمادي ښار کې چې د داعش د افراطي ډلې مهم سنګر بلل کیده، د امنیتي ځواکونو له خوا د یو شمېر دولتي تاسیساتو د نیولو خبر ورکوي.

رویټرز خبري اژانس په رمادي کې د دیره وسله والو ځواکونو د ویاند صباح النعماني له قوله راپور ورکوي چې وايي، په دې ښار کې د دولتي تاسیساتو د نیولو معنا دا ده چې اسلامي دولت یا داعش ډلې په رمادي کې ماتې خوړلې.

ویاند زیاتوي چې د پوځ راتلونکي اقدامات به د رمادي ښار له ځینو نورو کوچنیو سیمو څخه د داعش د وسله والو ایستل وي.

نعماني همدا راز وویل چې نیول شوي تاسیسات د حکومتي ځواکونو تر بشپړ کنټرول لاندې دي او د داعش وسله وال نور نو هلته نشته.

ویل کیږي چې رمادي له تکریت وروسته دوهم ستر ښار دی چې د داعشله ولکې وځي او د عراق دولتي ځواکونه یې نیسي.

پرونۍ بریا به د عراق حکومت او د هغه متحدانو ته یو ډیر ښه فرصت په لاس ورکړي چې د داعش وسله وال د موصل په ګډون له نورو سیمو څخه هم وباسي.

د عراق د پوځ ویاند همدا راز فرانسپرس خبري اژانس ته ویلي چې په رمادي کې نیول شوو تاسیساتو ته به اضافي ځواکونه واستول شي خو ترهرڅه مخکې باید هغه ماینونه او مهمات چې داعش ډلې د دې تاسیساتو په شاوخوا کې ځای پرځای کړي دي شنډ شي.

ویل کيږي چې د عراق پوځ له همدې وجې په رمادي کې خپل بشپړ بریالیتوب سمدستي نه و اعلان کړی، خو راپورونه وايي چې د دې هېواد په بېلابېلو سیمو کې پرون د حکومت دا بریا ونمانځل شوه.

عراقي ځواکونه نژدې یوه اوونۍ مخکې د امریکا په مشرۍ د نړېوال ائتلاف په مرسته د رمادي د بیرته نیولو په مقصد د پوځي عملیاتو لپاره دې ښار ته ننوتل خو د دولتي تاسیساتو د بیرته نیولو خبر یې په خورا زیات احتیاط سره اعلان کړ.

د اسلامي دولت ډلې وسله والو رمادي ښار په مې میاشت کې نیولی و.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcaywn6649nu01.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته