کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

دکابل ښارانتحاري حلمې ۱۸ تنه ټپيان او ۲ تنه وژلي

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 12 جدی 1394 ساعت 11:15


دافغان غږ (آوا) آژآنس دخبرله مخې کابل یوځل بیادجمعې ورځې په ما ښام شاوخوا ۰۵:۰۰ بجې دڅلورمې امنیتي حوزې دتایمني په نهم سړک کې د یوه موټربمب درنې چاودنې شاهدو.

دکابل ښارامنیه قوماندان عبدالرحمن رحیمي وویل، چې په دغې چاودنه کې کابو ۱8 تنه ملکي وګړي ټپیان او دوه تنه نور وژل شوي دي.

ښاغلی رحیمي وايي :" دغه چاودنه د یوه موټر بمب له امله وه چې په هغې کې دسیمې یوشمېر استوګنیزکورونه هم نړېدلي دي اوپه یاده پېښه کې له ۱۵ څخه تر ۱۸ تنو ټپيان شوي او زموږ دوه تنه نورهېوادوال چې یو یې ۱۳ کلن او بل یې له ۲۰ څخه تر ۲۵ کالو عمر درلود شهیدان شوي دي.

ښاغلي رحیمي دې ته په اشارې سره چې دټپيانو په ډله کې داسې کسان هم شته چې دښیښو له امله ټپیان شوي دي څرګنده کړه چې د دغې حملې هدف د ملکي وګړو یو هوټل و.

هغه زیاته کړه :" دانسانیت اوبشریت ددښمنانوهدف دتایمني د باغ په نوم یوهوټل وچې ترډېره ملکي اوعادي کسان هلته تګ راتګ کوي


د مطلب کود: 120927

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/120927/دکابل-ښارانتحاري-حلمې-۱۸-تنه-ټپيان-او-۲-وژلي

آوا
  https://www.avapress.com