کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

عبدالله عبدالله به په ایران کې د افغان کډوالو د زده کړو پرستونزو وغږیږي

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 14 جدی 1394 ساعت 10:41



په پام کې ده چې دحکومت اجراییه رییس ایران ته دسفرپه ترڅ کې دافغان کډوالو د زده کړو پرستونزوخبرې وکړي.

دافغان غږ(آوا) آژانس دخبرله مخی، عبدالله عبدالله د یوه دولتي پلاوي په مشرۍ نن تهران ته ځي اوله ده سره په پلاوي کې شامل چارواکي به هم له ایراني چارواکو سره پربېلابېلو موضوعاتوخبرې وکړي.

په پام کې ده چې دحکومت د اجراییه رییس عبدالله عبدالله په مشرۍ پلاوی به له ایراني چارواکوسره دافغان کډوالو دماشومانود زده کړو پرستونزوخبرې وکړي.

اټکل کیږي چې اوس مهال په ایران کې نژدې دوه میلیونه افغانان دیره دي چې یوازې اته نیم سوه زره یې په دې هېواد کې داستوګنې قانوني اسناد لري خویومیلیون نوربې قانوني اسنادو ژوندکوي.

ویل کیږي چې په ایران کې ددیره افغان کډوالو ماشومان ښوونځیواو پوهنتونوته دتلو په برخه کې له ستونزو سره لاس ګریوان دي.

داجراییه ریاست مرستیال ویاندجاوید په رسانه ته وویل، ښاغلی عبدالله به د خپل درې ورځني سفرپه ترڅ کې له چارواکوسره په کتنو کې پردې ستونزه خبرې وکړي.

داجراییه رییس په سفر کې د افغان کډوالو په اړه دوه موضوعات دي چې بحث پرې کیږي. لومړی موضوع دا ده چې افغان کډوال باید په زور اړنه کړای شي چې له ایرانه ووځي یاله ایرانه په زورونه ایستل شي. دوهمه مسئله دا ده چې دافغان کډوالو ماشومان یانوي ځوانان په ایران کې دابتداییه زده کړو اولوړو زده کړوچانس ترلاسه کړي. پردې مسئله له ایراني مقاماتو سره بحث کيږي.

دښاغلي فیصل په وینا د افغانستان د کډوالو د چارو وزیر به هم له خپل ایراني سیال سره په کتنه کې پردې موضوع بحث وکړي.

د اجراییه ریاست سرچینوهمدا راز ویلي چې ښاغلی عبدالله به ددې سفرپه ترڅ کې دچاه بهاربندر لیدو ته هم ولاړشي.


د مطلب کود: 121017

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/121017/عبدالله-په-ایران-کې-د-افغان-کډوالو-زده-کړو-پرستونزو-وغږیږي

آوا
  https://www.avapress.com