د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوی (یوناما) د افغانستان د سولې او بیا پخلاینې د بهیر
په اړه، د څلوراړخیزې همغږۍ ډلې د کار د مثبت پیل هرکلی کوي .
یوناما د افغانستان د سولې په اړه په اسلام اباد کې د تیرې ورځې د څلوراړخیزې ناستې د ټولو برخه والو غاړو لخوا ددې خبرې منل ډیر مهم ګڼي، چې د افغان حکومت او طالبانو د استازو ترمنځ مخامخ بیړنیو خبرو اترو ته اړتیا ده. د څلور اړخیزې همغږۍ ډله د افغانستان، پاکستان، چین او امریکا د متحدو ایالتونو له استازو جوړه شویده.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي او د یوناما مشر نیکولاس هیسم وویل:
”
د افغانستان په مشرۍ او مالکیت د سولې او پخلاینې د بهیر په اړه نوې ترسره شوې ژمنې ریښتینی اهمیت لري.
“
هغه وویل: ”موږ هیله لرو، چې ټولې غاړې به له دغه فرصت څخه ګټه پورته کړي او د سولې بهیر ته وردننه او په افغانستان کې دغه خطرناک جنګ ته د پای ټکی کیږدي.
“
یوناما له هغوټولو هڅو ملاړ کوي، چې د سولې د بهیر د رامنځ ته کیدو سبب کیږي او ددغه به یرد پرمختګ لپاره به د خپ لو دفترونود وړاندې کولو په ګډون اسانتیا برابرونکي رول ته دوام ورکړي ، خو په دې ټینګار کوي، چې د سولې هرډول خبرې اترې باید د افغانانو لخوا د افغانانو په مشرۍ ترسره شي.