کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د نورستان وکیلان طالبانو ته د بیارغونې پروژې ورکوي

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 26 جدی 1394 ساعت 10:29


د نورستان والي او یو شمېر اوسیدونکي وايي چې په ولسي جرګه کې د یاد ولایت د وکیلانو له خوا وسله والو طالبانو ته د بیارغونې دولتي پروژې سپارل کیږي او هغوي له همدې لارې تمویلیږي، والي ګواښ کوي چې په کومو ځایونو کې امنیت نه وي له دې وروسته به هلته د ابادۍ پروژې نه پلي کیږي.

دافغان غږ(آوا) آژانس د خبرله مخی، د نورستان سرپرست والي حافظ عبدالقیوم په وانټ وایګل ولسوالۍ کې غونډې ته وویل چې تر اوسه په یاده ولسوالۍ کې د دولت وسله وال مخالفین د وکیلانو له خوا، د دولتي پروژو په پیسو تمویل شوي دي.

ښاغلي عبدالقیوم زیاته کړه:" طالب ماته کافر وايي او زما پیسو ته حلال وایي، طالب همدې پروژو تقویه کړ، زما د وکیل صاحبانو سره د اختلاف ټکی هم دا دی، هغوي ټکداران دي، د دې لپاره چې صرف ټکې واخلي، همدې منطقه کې طالبانو ته په دوهم لاس قرارداد ورکوي او طالبانو همدوي قوي کړي دي. نوردا شیان نه شو زغملی د امنیتي ځواکونو د قربانیو پیسې مخالفینو ته نه شو ورکولای."

والي وايي، په تېرو دوه کالو کې د وکیلانو له خوا یواځې د کلیو پراختیا او بیارغونې وزارت څخه په میلیونونو افغانۍ د سړکونو د جوړولو او ترمیم په نوم راویستل شوي دي:

"په تیرو دوه کالو کې یو سل او اته دیرش میلیونه افغانۍ د کلیوالي سړکونو په مورد وکیلانو له خوا په وانټ وایګل کې لګیدلي دي.یو سل او اته دیرش ملیونه افغانۍ یواځې د انکشاف دهات وزارت نه، د وکیل صاحبانو په وسیله دې ولسوالۍ کې مصرف شوي دي.

هغه وايي، پریکړه يي کړې چې له دې وروسته به د دولت پیسې، دولس د خیر ښېګڼې لپاره ولګول شي او د افغان ځواکونو قاتلینو ته به نه ورکول کیږي:

"د دې نه وروسته زما پالیسې دا ده چې په کوم کلي کې امن نه وي، هلته هیڅ پروژه نه اجراکووم. دا مې لسمشر ته ویلي دي، دا مې ورڅخه موفقه اخستې ده، له دې وروسته د کونډ کلي سرک هم بندووم، زه نور نه غواړم چې زما له پیسو طالب تغذیه شي."

په ولسي جرګه کې د نورستان استازی مولوي احمدالله موحد بیا وايي چې دوي هیڅکله هم وسله والو مخالفینو سره مرسته نه ده کړې، که اسناد ولري دا په هرځای او وخت پرې د لګیدلو تورونو سپیناوي ته چمتو دی.


د مطلب کود: 121535

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/121535/د-نورستان-وکیلان-طالبانو-ته-بیارغونې-پروژې-ورکوي

آوا
  https://www.avapress.com