دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۷ جدی ۱۳۹۴ ساعت ۱۱:۳۵
د مطلب کود : 121586
مستغني:سولې ته حاضریدونکي ډلې باید شرطونه وړاندې نه کړي چاپ
ټاکل شوې چې سبا دوشنبې کابل د سولې د خبرو د څلور اړخېزې غونډې کوربه وي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند احمد شکیب مستغني د شنبې په ماښام ازادي رادیو ته وویل چې د افغانستان، پاکستان، چین او د امریکا د متحده ایالاتو چارواکي پر هغه نقشه خبرې کوي چې د طالبانو سره د سولې د خبرو چوکاټ مشخص کوي.

ښاغلي مستغني زیاته کړه:"د همږغۍ د څلور اخیز ګروپ دوهمه غونډه به د افغانستان د اسلامي جمهوریت په کوربتوب د دوشنبې په ورځ په کابل کې دایره شي."

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت معین حکمت خلیل کرزی او د هغه پاکستانی سیال اعزاز احمد چودري، د افغانستان لپاره د چین خاص استازی ډینګ شیجون او د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا خاص استازی ریچارډ اولسن په دغه ناسته کې ګډون کوي.

د دغه څلور اړخیزې غونډې لومړی ناسته د تېرې دوشنبې په ورځ په اسلام اباد کې جوړه شوه او ګډون کوونکو د افغان حکومت او وسله والو طالبانو ترمنځ د سولې د خبرو پر ژر پیل کیدو ټینګار وکړ.

د دې غونډې په خپاره شوي پریکړه لیک کې راغلي چې د سولې د خبرو په برخه کې د افغانستان مځکنۍ بشپړتیا او ملي حاکمیت په نظر کې نیول کیږي.

په ۲۰۱۵ میلادي کال کې د طالبانو د مشر ملا محمد عمر د مرګ تر خبر خپرېدو وروسته دغه ډله پر دوو برخو وویشل شول چې د یوې ډلې مشري ملا اختر محمد منصور او د بلې ډلې مشري ملا محمد رسول کوي.

دا چې د لارې د نقشې د جوړېدو وروسته د کومې ډلې سره خبرې کیږي ښاغلي مستغني يي په جواب کې وايي:

"د افغانستان حکومت تل ټینګار کړی چې هره ډله چې غواړي د خبرو میز ته راشي نو د دوی پر مخ تل دروازې پرانیسیتي دي."

په اسلام اباد کې د سولې د خبرو په لومړی غونډه کې په بهرنیو اړیکو کې د پاکستان د لومړي وزیر سلاکار سرتاج عزیز مخکې تر مخکې د شرطونو وړاندې کول ګټور نه وه بللي.
https://avapress.com/vdcivzazqt1arw2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته