کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ایران: قزاقستان کولای شي د ایران له لارې افغانستان ته اموال صادر کړي

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 30 جدی 1394 ساعت 12:07


ایراني چارواکي وایي، قزاقستان کولای شي د ایران له لارې خپل تولیدات افغانستان ته صادر کړي.

استانه ټایمز په قزاقستان کې د ایران د سفیر له قوله ویلي چې هېواد یې لېواله دی له خپلو ټولو ګاونډیانو سره ښې اړیکې وپالي.

په تېر نومبر میاشت کې افغان ولسمشر اشرف غني قزاقستان ته د سفر پر مهال له هغه هېواد سره د سوداګریزو اړیکو پر پیاوړتیا خبرې کړې وې او درې قراردادونه یې ورسره لاسلیک کړه چې یو یې له قزاقستانه د غنمو د رانیولو په اړه وو.

قزاقستان د سیمي په سطح د غنمو او هم د اوسپنې لوی تولیدوونکی هېواد بلل کېږي چې د ولسمشر غني په خبره افغانستان دغو تولیداتو ته په بنسټیزو چارو کې اړتیا لري.


د مطلب کود: 121731

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/121731/ایران-قزاقستان-کولای-شي-د-له-لارې-افغانستان-ته-اموال-صادر-کړي

آوا
  https://www.avapress.com