د روسیې د تېلو او انرژۍ د ادارو او شرکتونو رییسان او چارواکي به روانه اوونۍ له سعودي عربستان او د تېلو صادرونکي سازمان اوپک سره پردې خبرې وکړي چی د تېلو تولید کم کړي ترڅو بیه یې لوړه شي.
دا خبره د روسیې د سټرپایپلاین شرکت مشر نیکولای توکارییف پرون وکړه او هغه د روسیې او د اوپک د سازمان ترمنځ د احتمالي همکاري څرګندونه کوي.
روسیه له دې سازمانه بهر د تېلو ستر تولیدونکی دی.
د لوک اویل په نوم د روسیې د تېلو د تولید دوهم ستر شرکت مشر د روانې اوونۍ په پیل کې ویلي و چی مسکو باید له اوپک سره خبرې پیل کړي.
ټوکاریف وویل، د تېلو او انرژۍ د ادارو او شرکتونو رییسانو او چارواکو د سې شنبې په ورځ په مسکو کی سره وکتل او دې نتیجې ته ورسېدل چې له اوپک سره خبرو ته اړتیا ځکه ده چې د تېلو بیه ثابته وساتل شي.
د ۲۰۱۴ میلادي کال په نیمایي کې د یوه بېرل تېلو بیه شاوخوا ۱۱۵ډالره وه چې اوس شاوخوا ۳۰ ډالروته راکمه شوې ده.
روسیه چې د لوېدیځ بندیزونو یې هم اقتصاد ته زیان رسولی د تېلو ټیټې بیې هم د دې هېواد اقتصاد له رکود سره مخ کړی دی.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)