کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د تخار ولایت په درقد ولسوالۍ کې له دوولسو کسانو سره د طالبانو د تش په نامه قاضی او ښاروال نیول کېدل

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 10 دلو 1394 ساعت 13:49


د ملي امنیت لوی ریاست د خپلو درنو هېوادوالو پر وړاندې د دښمن د هر ډول ګواښونو او ناوړه پلانونو د شنډولو په موخه له هېڅ ډول هڅې سپما نه کوي څرنګه چې یې په وروستیو کې په تخار ولایت کې د ترهګرو طالبانو دوه تنه جګ پوړي چارواکي چې د درقد ولسوالۍ لپاره یې د قاضی او ښاروال په توګه چارې ترسره کولې د دوی د ډلې له ۱۲ نورو ترهګرو سره نیولي دي.

یاد ترهګر هریو:

- مولوی نجیب الرحمن د مدثر او خیر اندېش په نومونو مشهور د خیر الباقی زوی؛ د ترهګرو طالبانو قاضی

- ملا شکرالله د مولوی شکور په نامه مشهور د شمس الدین زوی؛ د درقد ولسوالۍ لپاره د طالبانو تش په نامه ښاروال ددوی د ډلې له ۱۲ تنو غړو سره چې د تخار ولایت په درقد ولسوالۍ کې په ترهګریزو او ورانکارو چارو، د خلکو په ګواښنې او ځورولو او د یاد ولایت له اوسېدونکو څخه د عشر او زکات په راټولولو بوخت وو باالفعل له:
- یو میل کلاشینکوف
- یو میل RDP وسلې
- د RPG7 راکټ له دوولسو مرمیو
- سلګونه فیره بېلابېلو مرمیو او یوه اندازه نورو پوځي توکو سره نیول شوي دي.


د مطلب کود: 122069

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/122069/د-تخار-ولایت-په-درقد-ولسوالۍ-کې-له-دوولسو-کسانو-سره-طالبانو-تش-نامه-قاضی-او-ښاروال-نیول-کېدل

آوا
  https://www.avapress.com