کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د ملي امنیت سلاکار ترکیې په رسمي سفر روان شو

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 14 دلو 1394 ساعت 12:44


د افغانستان د اسلامي جمهوريت د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر نن په یوه دوه ورځیني رسمي سفر دوست هېواد ترکیې ته روان شو .
د دغه سفر په ترڅ کې به ښاغلی اتمر د پنجشنبې او جمعې پر ورځو پرخپل ترکي سیال سیف الله هاشم اوغلو سربېره ، چې د دغه هېواد د ملي امنیت شورا سکرتر دی، د دفاع او کورنیو چارو له وزیرانو، د استخباراتو له عمومي مشر او د بهرنیو چارو وزارت له سرپرست سره وویني.

د دې سفر په ترڅ کې د دواړو هېوادونو د سیاسي اړیکو او امنیتي همکاریو پر پراختیا او د ناټو په چوکاټ کې له افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو سره د ترکیې جمهوریت د مرستو پر دوام خبرې کېږي


د مطلب کود: 122250

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/122250/د-ملي-امنیت-سلاکار-ترکیې-په-رسمي-سفر-روان-شو

آوا
  https://www.avapress.com