کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

حکومت باید له هند سره د افغان سوداګروتړانزیټي ستونزې حل کړي

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 18 دلو 1394 ساعت 18:13



د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې چارواکي له حکومت څخه غواړي چې له هند سره د افغان سوداګرو ټرانزیټي ستونزې حل کړي.

دافغان غږ(آوا) آژانس د خبرله مخی،افغان حکومت تل د سیمې له هېوادونو سره د سوداګریزو اړیکو پر پراختیا ټینګار کوي؛ خو د سوداګرۍ خونه وایي؛ لا هم د کابل او ډيلي ترمنځ د سوداګرۍ او ټرانزیټ په برخه کې خنډونه موجود دي.

افغان سوداګر وایي، هند کولی شي چې د افغانستان لومړی درجه سوداګریز متحد وي؛ خو د یوې ډاډ منې ټرانزیټي لارې د نشتوالي له امله هند د سوداګرۍ له پلوه له افغانستان سره شپږم ځای لري.

د سوداګرۍ خونې د نړېوالو اړیکو رییس اذرخش حافظي د یکشنبې په رسنیو ته وویل؛ د ټرانزیټي ستونزو له امله د کابل او ډیلي ترمنځ سوداګرۍ په لازمه توګه وده نه ده کړې:

"په خواشینۍ سره چې زموږ سوداګري له هند سره په هغه اندازه نه ده کوم چې تمه ترې کېږي او دهغه علت دا دی چې موږ د هند له بازارونو سره ډاډمنه ټرانزیټي لاره نه لرو؛ که چېرې موږ یوه ډاډمنه ټرانزیټي لاره درلودلی هندستان به د افغانستان لومړی درجه سوداګریز ملګری و.

خو په خواشنۍ سره چې کومه ډاډمنه ټرانزیټي لاره نشته او د پاکستان دولت له خپل قلمرو څخه هندي وارداتو ته اجازه نه ورکوي."

ښاغلي حافظي له حکومت څخه وغوښتل ترڅو له هند سره سوداګریزې ستونزې حل کړي.

تازه او وچې میوې، طبي بوټي او داسې نور توکي هند ته د افغانستان له عمده صادراتو شمېرل کېږي.

افغانستان په وچه کې پروت هغه هېواد دی چې نږدې ټول مالونه یي د پاکستان او ایران د سمندري بندرونو له لارې راوړل کېږي.

خو اوس مهال د یو شمېر دلایلو له وجې د پاکستان له لارې د افغان سوداګرو د مالونو په صادراتو کې د پام وړ کموالی راغلی او تر ډيره د افغان سوداګرو مالونو صادرات او واردات له بندر عباس اقینې او شیرخان بندر له لارې ترسره کېږي.

په همدې حال کې د افغانستان د سوداګرۍ وزارت ډاډ ورکوي چې د افغانستان او هند موجوده ټرانزیټي ستونزې به ډير ژر حل شي.

د دغه وزارت ویاند مسافر قوقندي په دې اړه وویل:

"دا ټرانزیټي ستونزې به حل شي او موږ ورته د حل لارې چارې هم لرو؛ کوم سفر چې د سوداګرۍ وزیر هند ته لاره موږ د دې ستونزو د حل غوښتنه کړې او تر یوه حده ستونزې هم حل شوې دي؛ ترڅو د واګې له لارې د اسیا جنوب ته ټرانزیټ ولرو او په دې اړه خبرې روانې دي."

سره له دې چې ویل کېږي هند ته د افغانستان د اجراییه رییس له سفر وروسته هندي چارواکو پرېکړه کړې ترڅو د وزیرانو په سطحه له ایراني لوري سره په چابهار بندر کې د پانګونې د فعالیدو په اړه خبرې وکړي.

خو د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې چارواکي سره له دې چې د چابهار بندر له لارې سوداګري مهم بولي؛ خو وایي چې د پاکستان لاره هندستان سره د سوداګرۍ په برخه کې لنډه او اقتصادي لاره ده


د مطلب کود: 122406

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/122406/حکومت-باید-له-هند-سره-د-افغان-سوداګروتړانزیټي-ستونزې-حل-کړي

آوا
  https://www.avapress.com