دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۰ دلو ۱۳۹۴ ساعت ۱۱:۴۲
د مطلب کود : 122476
امریکا په هلمند خپل سلګونه سرتیري ځای پرځای کوي
تمه کیږي چې د امریکا متحده ایالات به د روانې فبروري د میاشتې تر وروستیو پورې په هلمند کې سلګونه سرتیري ځای پر ځای کړي.

د بریتانیا څخه خپریدونکې ګارډین ورځپاڼه وايي، داسې اسناد یې ترلاسه کړي چې ښيي د دې میاشتې تر پای پورې به د امریکايي سرتېرو یو څوه سوه کسیز کنډک د طالبانو پر ضد جګړې کې د افغان سرتیرو د مرستې لپاره په هلمند کې ځای پرځای شي.

د امریکا د دفاع وزارت تراوسه په دې اړه له څه ویلو ډډه کړې چې هلمند ته به یې څومره سرتیري ولاړ شي؟

د امریکا متحده ایالات د خپلو هغو ۹۸۰۰ سرتیرو څخه چې په افغانستان کې میشت دي، د فبرورۍ د میاشتې تر پای پورې په سلګونو تنه د هلمند ناامنه ولایت ته استوي.

د ګارډین ورځپاڼه په دې برخه کې خپلو موندنو ته په اشارې وايي چې د امریکايي سرتیرو یو کنډک به د طالبانو سره د مبارزې لپاره بیرته د هلمند په هغو سیمو کې ځای پرځای شي چې یو مهال په کې امریکايي او بریتانوي ځواکونه په ګډه د وسله والو سره په جګړه بوخت وو.

یو شمېرامریکايي چارواکو ویلي، هغه امریکايي سرتیري چې هلمند ته ځي په جګړه کې به مخامخ برخه نه لري خو له افغان امنیتي ځواکونو سره به مرسته کوي چې دغلته د طالبانو د بریدونو په وړاندې دفاع وکړي.

امریکايي چارواکو تر اوسه په دې اړه چې هلمند ته به یې څومره سرتیري ولاړ شي د شمېرو له ورکولو ډډه کړې. خو دوی د افغان امنیتي ځواکونو سره د روزنې په وسیله دا پوځي همکاري مهمه بللې ده.

په کابل کې د امریکا د پوځ ویاند مایکل لوهورن دې ورځپاڼې ته ویلي:

د دوی ماموریت د پخوا په شان افغان امنیتي ځواکونو ته په روزنه، سلا مشوره او همکارۍ متمرکز دی.

په راپور کې ویل شوي چې هلمند ته د امریکايي سرتیرو په استولو به په ټول افغانستان کې د امریکايي سرتیرو اوسنی شمیر زیات نه شي.

ورځپاڼه وايي، ښايي د ۸۰۰ په شاوخوا کې د امریکايي سرتیرو یو کنډک په هلمند کې ځای پرځای شي.

په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو ویاند وايي:

په هلمند کې د تازه دمه امریکايي سرتیرو ځای پر ځای کول دغلته د وسله والو طالبانو وروستیو پر مختګونو ته په پام د افغان امنیتي ځواکونو د ملاتړ لپاره یو ګام دی.

که څه د امریکا ولسمشربارک اوباما ویلي چې د خپلې دورې تر پای ته رسیدو پورې به په افغانستان کې د امریکايي پوځیانو شمېر پنځه نیم زرو ته راکم کړي خو جان مک نیکولسن چې نوی په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د قومندان په توګه تایید شوی وايي، افغانستان ته د نورو امریکايي سرتیرو د استولو د غوښتنې په اړه به بیا غور وکړي.

د پنټاګون ویاند پیټرکوک هم ویلي، افغانستان د جګړې په حالت کې دی خو د نوموړې په وینا امریکايي ځواکونه د دې جګړې قومنده پر غاړه نه لري.

د هلمند ولایت چې له پاکستان سره په کرښه پروت دی او د کوکنارو د کر یو مهمه سیمه ده په افغانستان کې یو له ډیرو ناکرارو ولایتونو څخه دی.

په دې وروستیو کې وسله والو طالبانو د دې ولایت په ځینو سیمو کې خپلو بریدونو ته زور ورکړی او د راپورونو له مخې یې یو شمیر سیمې هم لاندې کړي دي.

د ګارډین ورځپاڼې وايي، افغان حکومت دا مهال د هلمند له څوارلس ولسوالیو څخه د مرکز لشکرګاه په شمول یوازې درې ولسوالۍ تر بشپړ واک لاندې لري.
سرچينه : د صدای افغان خبری اژانس (آوا)
https://avapress.com/vdchqinz-23nikd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته