د افغانستان د اسلامي جمهوریت د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر د چهار شنبې پر ورځ د خپل کار په دفتر کې په کابل کې د روسیې د فدراتیف جمهوریت له سفیر ښاغلي الکساند ماتینتسکي سره وکتل.
په دې لېدنه کې د داعش پر وړاندې د مبارزې په نړېوال اېتلاف کې د افغانستان پر ګډون، د سولې د تامین لپاره د څلور اړخیزو د دریمې ناستې پر جزیاتو او همدارنګه په دوه زره شپاړسم میلادي کال کې په هېواد کې د ملي ثبات د ټینګښت لپاره د افغانستان د اسلامي جمهوريت پر پالیسۍ او تګلارو خبرې وشوې.
د ملي امنیت سلاکار و ویل د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د داعش په شمول د ټولو سیمه ییزو او نړېوالو ترهګرو ډلو پر وړاندې جدي مبارزې ته ژمن دی او د داعش پر خلاف په نوي نړېوال اېتلاف کې د افغانستان ګډون به د دې شومې پدیدې پر وړاندې د افغان دولت مبارزې ته لا ډېر قوت ورکړي.
د ملي امنیت سلاکار و ویل: (( د ملي یووالي حکومت به په روان دوه زره شپاړسم میلادي کال کې، د خپلو نړېوالو متحدینو په همکارۍ د موثرو اقتصادي او امنیتي تګلارو په تطبیق سره خپل هېوادوال پر دومداره ملي پایښت او ثبات باورمند کړي.)).
د روسیې سفیر ښاغلي السکاند ماتینتسکي و ویل، چې هېواد یې د داعش او نورو ترهګرو ډلو پر وړاندې د افغانستان د قاطع مبارزې او تګلارې ستاینه کوي او په دې برخه کې هر ډول همکارۍ ته چمتو ده. د روسیې سفیر همدارنګه و ویل، هېواد له افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو سره د نظامي تجهیزاتو د همکارۍ پر ژمنې ولاړ دی او د ژمنه شویو تجهیزاتو یوه برخه په نژدې راتلونکې کې کابل ته ورسېږي.
په دې لېدنه کې پر یو شمېر نورو دوه اړخیزو مسایلو هم خبرې وشوې.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)