دخپریدو نیټه :شنبه ۲۴ دلو ۱۳۹۴ ساعت ۱۲:۳۵
د مطلب کود : 122617
د افغانستان جګړه سیمه ییز او نړېوال عوامل لري
افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي، د هېواد جګړه یې کورنۍ جګړه نه بلکې سیمه ییز او نړېوال عومل لري.

نوموړی چې دا مهال د مونشن په۵۲ امنیتي کنفرانس کې د ګډون لپاره جرمني کې دی پرون جمعه یې په دې کنفرانس کې د وینا پر مهال په سیمه او نړۍ کې د روانې بې ثباتۍ پر عواملو او ورسره د مبارزې پر لارو چارو څرګندونې کړي.

ولسمشر غني همداراز د ترهګرۍ پر ضد د خپل حکومت پر هغو هڅو چې د کور دننه او بهر یې کوي هم وغږېده.

ولسمشر اشرف غني وویل ډېر کله د افغانستان جګړه یوه کورنۍ جګړه ګڼل کېږي چې داسې نه ده.

د نوموړي په وینا لومړی خو په نړۍ او سیمه کې کړکېچونه د دې سبب شوې دي چې نا امنۍ یې افغانستان په مستقیمه توګه اغېزمن کړي.

ولسمشر غني په دې لړ کې د چین روسیې او په ځانګړې توګه د پاکستان یادونه وکړه.

نوموړي د ستونزې دویم سبب داعش یاد کړ او زیاته یې کړه :

"کله چې موږ د داعش پر ضد خبرداری ورکړ، په ځانګړې توګه تېر کال په همدې کنفرانس کې، نو دې ته د داسې یوې هڅې په توګه وکتل شول لکه زه چې افغانستان ته پاملرنه اړول غواړم، خو نن زه هیله لرم چې هېڅ څوک به له دې حقیقت څخه انکار ونه کړي."

ولسمشر اشرف غني القاعده شبکه په افغانستان کې د روان کړکېچ د درېیم سبب په توګه یاد کړ او ویې ویل چې دا ډله له منځه نه ده تللې او دا مهال دوی د القاعده له یوې نوې شوې بڼې سره مخ دي.

افغان ولسمشر د پاکستان د طالبانو تحریک او حقاني شبکه په سیمه کې د نا امنیو د نورو سببونو په توګه یاد کړل او ټینګار یې وکړ چې جرمي اقتصاد د دې ټولو د خړوب لپاره یوه ګډه سرچینه ده.

نوموړې وویل تر هغې چې د ترهګرۍ د عواملو په له منځه وړلو کار ونه شي، د دې پدیدې پر ضد هر ډول هڅې به بشپړې نه وي.

افغان ولسمشر دده په وینا "په نړۍ کې د سیاسي تاوتریخوالي د پنځمې څپې" پر ضد په ګډه په نړېواله کچه د اسلامي هېوادونو په سطحه، او همدارنګه په سیمه ییزه، ملي او ځايي سطحه د تنظیم شوي اقداماتو غوښتنه وکړه.

ښاغلي غني په دې اړه تر اوسه د نړۍ او سیمې د هېوادونو ترمنځ د مبارزې د یو ګډ چوکاټ نشتوالی د یوې ستونزې په توګه یاد کړل.

خو پر دې سربېره افغان ولسمشر راتلونکې ته هیله من دي څرګنده کړه.

اشرف غني په دې برخه کېد ناټو، او سیمې د هېوادونو ځینې اقدمات په ښه پال یاد کړل او د ناټو د غړیو هېوادونو د مشرانو مننه یې وکړه چې په افغانستان کې یې د غوڅ ملاتړ ماموریت تمدید کړ.

نوموړي همدارنګه له چین او د منځنۍ اسیا له هېوادونو په ځانګړې توګه ازربایجان او ترکمنستان، همدارنګه د سیمې له نورو هېوادونو هندوستان، ایران، روسیې او ترکیې سره د خپل حکومت نېږدې کار وستایه او زیاته یې کړه د دې هېوادونو سره د یو داسې تفاهم د رامنځ ته کېدو په بهیر کې دی چې ومني یو با ثباته افغانستان د ټولو په ګټه دی.

نوموړي په افغانستان کې په ملي سطحه د روانې بې ثباتۍ پر ضد د خپل حکومت کورنۍ هڅې وستایلي او د خپلو نړېوالو متحدینو مننه یې وکړه چې د داعش پر ضد ورته اقدامات کوي چې د القاعده شبکې پر ضد یې کول.

امریکايي چارواکي باور لري چې د داعش ډله د افغانستان په ختیځ کې له ۱۰۰۰ څخه تر ۳زرو پورې ملاتړي لري او غواړي په ننګرهار کې د ځان لپاره یوه عملیاتي اډه رامنځ ته کړي.

افغان ولسمشر د مونشن په کنفرانس کې د کډوالو پر بحران هم خبرې وکړې او پر اروپايي هېوادونو یې غږ وکړ چې که نه غواړي کډوال ورشي نو له دوی سره دې د ثبات او کاري فرصتونو په رامنځ ته کولو کې مرسته وکړي.
سرچينه : د صدای افغان خبری اژانس (آوا)
https://avapress.com/vdcezw8zfjh8wpi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته