کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

عامې روغتیا وزارت د قابلګی د خدمتونو کاری چوکات معرفی کړ

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 25 دلو 1394 ساعت 19:21


د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د قابلګی د خدمتونو د کاری چوکات چې د قابلو د نړیوال کانفدراسیون په همکارۍ جوړ شوی دی، نن يې د یولړ مراسمو په ترڅ کې معرفی کړ.


پدې مراسمو کې د عامې روغتیا وزیر سربیر، دقابلو دنړیوال کانفدراسیون پلاوي، د روغتیا نړیوالې ادارې، د یونیسف ادارې، د ملګرو ملتونو د وکړو صندوق، د امریکا د متحده ایالاتو د نړیوالې پراختیايی ادارې او د میندو او ماشومانو په برخوکې دنورو اړوندو ادارو استازو ګډون کړی وه.


د قابلګۍ د خدمتونو کاري چوکات د جنسی روغتیا، امیندوارۍ او روغتیايي خدمتونو د ودې په موخه جوړ شوی کوم چې د قابلو لخوا میندو، ماشومانو او نویو زیږیدلیو لپاره وړاندې کيږي.


دعامې روغتیا وزیر ډاکټر فیروزالدین فیروز، د یاد کاري چوکات معرفی کول یې د قابلګۍ خدمتونو د کیفیت په وده کې خورا مهم او اغیزمن وباله، زیاته یې کړه چې دغه وزارت د افغانستان د روغتیايی شرکاوو (ملګرو) په همکاری دې ته ژمن دی چې په هیواد کې دقابلو د شمیر د زیاتولو ترڅنګ د هغوی د مهارتونو، وړتیاوو او دخدمتونو کیفیت ته هم وده ورکړي.


دعامې روغتیا وزیر د خپلو خبرو پر دوام وویل: په ۲۰۰۲ کال کې یوازې ۴۵۰ قابلو د افغانستان په روغتیايي سیستم کې کار کاوه چې اوس مهال دغه شمیره نږدې ۵ زرو ته لوړه شوې او مونږ غواړو چې د قابلو شمیر ۱۱ زرو ته ورسوو ترڅو ددوی په مټ وشو کولای د قابلګی خدمتونو اړتیاوې په هیواد کې پوره کړو.


د روغتیا او تغذي په برخه کې د امریکا د متحده ایالاتو د نړیوالې پراختیايي ادارې مسئول ښاغلی "ګریګوری ادامز" وویل: دغه اداره دې ته خوښ دی چې د یاد کاري چوکات په پلي کولو کې چې په افغانستان کې د روغتیايي خدمتونو د دوام او پايښت لامل کیږي، د عامې روغتیا وزارت ترڅنګ ولاړ دی او پدې برخه کې یې ملاتړ کوي.


همداراز پدې غونډه کې د قابلو د نړیوال کانفدراسیون مشرې میرمن "فرانسیس دی استریک" وویل: زه دې ته خوښ یم چې د قابلګۍ د خدمتونو د کاري چوکات په باب دعامې روغتیا وزارت لیوالتیا وینم او پدې برخه کې د یاد وزارت له بلنې څخه تود هرکلۍ کوم.


نوموړې زیاته کړه: دغه کاري چوکات د هیواد دقابلو دوړتیاوو او قابلیتونو د غښتلي کولو او د قابلګۍ دخدمتونو د کیفیت د ودې په خاطر جوړ شوی دی او مونږ د دې کاري چوکات د پلي کیدو بشپړ ملاتړ کوو.


د مطلب کود: 122701

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/122701/عامې-روغتیا-وزارت-د-قابلګی-خدمتونو-کاری-چوکات-معرفی-کړ

آوا
  https://www.avapress.com