دخپریدو نیټه :شنبه ۱ حوت ۱۳۹۴ ساعت ۱۴:۰۸
د مطلب کود : 122903
له ازبکستان څخه کابل ته د واریداتي برېښنا مزي به نن وصل شي
نن به له درې اونیو ځنډ وروسته کابل ته د ورغلې واریداتي برېښنا پرې شوي مزي بېرته وتړل شي.

د بغلان په هغو سیمو کې چېرې چې کابل ته د ازبکستان څخه د لېږدېدلې برېښنا څو پايې نړول شوې او مزي یې پرې شوې، پرون ماسپښین د برېښنا شرکت مامورینو ته د کارکولو اجازه ورکړل شوه.

د بريښنا شرکت ویاند وحیدالله توحیدي ازادي راډیو ته وویل، دوی د جمعې په ورځ دوه بجې د پرې شویو مزو په تړلو او د پایو پر رغولو کار پیل کړ.

د توحیدي په وینا همکارانو یې هڅه وکړه چې د۱۴۰ میګا واټه برېښنا درې مزي چې کم زیان یې لیدلی وو په لومړي قدم کې وصل کړي، خو د برېښنا مزي څو ځایه نور هم په ډزو پرې شوي او په داسې یو سیمه کې دي چې لا هم بشپړه امن شوې نه ده چې دې یې کار وځنډاوه.

نوموړي د جمعې د ورځې په ماښام ازادي راډیو ته وویل:

" درې لاینونه چې کم زیانمن شوي وصل شول، دوه ځایه نور هم پرې شوي مزي وتړل شول، خو له بده مرغه لږ پورته چې اوس هم امنیتې ستونزې لیدل کېدې، یو دوه مزې نور هم په مرمیو پرې شوي، زموږ همکاران به سبا ته د امنیت په ښه کېدو سره سیمې ته ولاړ شي او هغه به وتړي، نو که خدای کول ۱۴۰میګاواټه برېښنا به له یوې برخې وصل شي، دویمه برخه باندې یې هم سبا کار پیلوو چې هیله من یوو تر ماښام یا د بلې ورځې تر سهار پورې به هغه نوره ۱۴۰ میګاواټه برېښنا هم کابل ته وصل شي او له دې اړخه به دا ۲۸۰ میګا واټه برېښنا بېرته جریان پیدا کړي."

د برېښنا شرکت ویاند وايي چې دا یې د کابل سره ددې واریداتي برېښنا د تړلو لپاره د بېړنیو اقدماتو برخه ده او کله چې برېښنا وتړل شي دوی به په سیمه کې د نړېدلو پایو او پرې شویو مزو د اساسي رغونې کار هم پیل کړي چې هغه پروسه که بیا هر څومره وخت ونیسي د برېښنا پر بهیر به یې اغېز نه وي.

د بغلان والي عبدالستار بارز بیا تر دې مخکې پرون ماښام ازادي راډیو ته په خبرو کې وویل چې د ډنډ شهاب الدین هغه سیمې چې د برېښنا مزې په کې پرې شوې و پرون د افغان ځواکونو لاس ته ورغلي او د برېښنا شرکت کارکونکو دغلته د مزو په تړلو کار پیل کړی.

د ښاغلي بارز په وینا اوس په سیمه کې امنیتي نه بلکې د برېښنا تخنیکي ستونزې دي چې ژر به هوارې شي.

ښاغلي بارز زیاته کړه:

"کابل او نورو ولایتونو ته چې له دې برېښنا استفاده کوي د برېښنا د مزو تړل پیل شوي، کومه تخنیکي ستونزه لا هم شته چې هغه د برېښنا شرکت پورې اړوند ده، زموږ قطعات په هماغه سیمه کې دي، پر دې ستونزې د برېښنا شرکت کارکونکي کار کوي چې هواره شي."

د برېښنا شرکت چارواکي ډاډ ورکوي چې که په سیمه کې له امنیتي ستونزو سره مخ نه شي د نن ورځې په جریان کې به کابل ته په بغلان کې پرې شوې برېښنا بېرته وتړل شي.

که داسې وشي دا به په کابل کې د برېښنا د درې اونیو راهیسې روانې پرچاوی پای ته ورسوي.

په کابل کې خلک چې د برېښنا د درې اوینۍ پرچاوۍ یې ژوند او کاروبار له سختو ستونزو سره مخ کړی، د برېښنا د شرکت او امنیتي چارواکو غوښتنه کوي چې په بېلابېلو سیمو کې د واریداتي برېښنا د پایو او مزو د ساتنې لپاره اساسي اقدمات وکړي څو هر وخت د برېښنا دا ډول اوږدې پرچاوی رامنځ ته نه شي.
سرچينه : د صدای افغان خبری اژانس (آوا)
https://avapress.com/vdccxiqs12bqio8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته