دخپریدو نیټه :سه شنبه ۴ حوت ۱۳۹۴ ساعت ۲۲:۱۵
د مطلب کود : 123070
د جهاد مشران به د سولې لپاره اکبر جهاد پيل کړي
د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني سوله اکبر جهاد وباله او وې ویل چې د سولې ټینګښت د ولس او دولت ستره هیله ده.
د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني سوله اکبر جهاد وباله او وې ویل چې د سولې ټینګښت د ولس او دولت ستره هیله ده.
دافغان غږ(افغان غږ خبری آژانس) آژانس د خبرله مخی ، ښاغلي غني نن د سولې عالي شورا د نوې رهبرۍ او تشکیل د معرفي کیدو په مراسمو کې وویل چې د سولې د ټینګښت په برخه کې باید څوک د حکومت پر ارادې شک ونه کړي. د سولې عالي شورا نوي مشر پيرسید احمد ګیلاني هم ژمنه وکړه چې تر خپلې وسې به د سولې د ټینګښت لپاره هڅې کوي.
له طالبانو سره د افغان حکومت د مخامخ خبرو په درشل کې ولسمشراشرف غني د سولې عالي شورا نوی مشر او د رهبري پلاوي غړي په رسمي توګه معرفي کړل. محمد اشرف غني وویل چې د سولې لپاره باید هر اړخیزې هڅې وشي او د سولې شورا نوېو غړو ته یې هم سپارښتنه وکړه چې په پوره خپلواکۍ سره خپلې چارې مخ ته بوځي. ښاغلي غني د سې شنبې په ورځ د سولې عالي شورا د نوي تشکیل د معرفي کیدو په غونډه کې وویل چې د هیچا زور ته نه تسلیمیږي او مخالفین باید له موجوده فرصته په استفادې د سولې خبرو ته حاضر شي.
ښاغلي غني زیاته کړه: "نن زموږ د جهاد مشران د جهاد یو بل پړاو پیلوي چې هغه اکبر جهاد دی، د سولې عالي شورا او نوې رهبرۍ ته یې بشپړ ډاډ ورکوم چې تاسو به په خپلواکۍ سره خپل کارونه مخ ته وړی او حکومتي چارواکي او د ملي امنیت شورا به تاسو سره تل مشورې کوي، تاسو یی چې سولې ته دوه برابره عزت ورکوئ.
" پیرسید احمد ګیلاني د سولې عالي شورا د نوي مشر او کریم خلیلي یې د ستر مرستیال په توګه ټاکل شوی، دغه راز حاجي دین محمد، حبیبه سرابي، عبدالخبیر، عطا الرحمان سلیم او عبدالکریم خدام هم د دغې شورا نور مرستیالان دي. دغې شورا ته محمد ایوب رفیقي د دارالانشا د مشر او فرهاد الله فرهاد او بشیر فاروق د مرستیالانو په توګه ټاکل شوي دي. عبدالحکیم مجاهد، عطاالله لودین، اسماعیل قاسمیار، صدیقه بخلي او حسینه صافي بیا د سولې شورا د سلاکارانو په توګه ټاکل شوي دي.
د سولې نوې شورا پنځوس غړي لري او ولسمشر وویل، د پخوانۍ شورا هغه غړي هم په کې شامل دي چې په تېرو دو کلونو کې یې د سولې شورا په غونډو کې ګډون کړی دی. په همدې حال کې د سولې عالي شورا نوي مشر پيرسید احمد ګیلاني ډاډ څرګند کړ چې ورسپارل شوې دنده به په بریالیتوب سره مخ ته وړي.
https://avapress.com/vdciypazut1aru2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته