دخپریدو نیټه :شنبه ۸ حوت ۱۳۹۴ ساعت ۱۱:۴۳
د مطلب کود : 123154
د فضل الله وحیدي قضیه د پاکستان پلان شوی کار و د هرات او کونړ پخوانی والي سید فضل الله وحیدي شريکول
د هرات او کونړ پخوانی والي سید فضل الله وحیدي وروسته له دوو اوونیو د پاکستان د خیبر پښتونخوا د پولیسو له خوا د تښتوونکو له بنده راخوشې شو.
د ښاغلي وحیدي د تښتوونکو د هویت او د هغه د تښتول کېدو د علت په اړه تر اوسه جزئیات نه دي خپاره شوي.
دافغان غږ(افغان غږ خبری آژانس) آژانس د خبرله مخی، په خیبر پښتونخواه کې د افغانستان قونسلګري دا تأییدوي چې د هرات او کونړ پخوانی والي سید فضل الله وحیدي تېره شپه د دغه ایالت دمردان په سیمه کې د تښتوونکو له منګلو راخوشې شوی دی.
په پېښور کې د افغانستان جنرال قونسل عبدالله وحید پویان د جمعې په ورځ رسنیو ته وویل چې ښاغلی وحیدي هغه مهال د پاکستاني پولیسو له خوا راخوشې شو چې له یوې سیمې بلې ته انتقالېده.
ښاغلي پویان زیاته کړه:
"دا اغواګران د پولیسو چک پوسټ سره مخ شوي دي، نو بیا پولیسو پوښتنه کړې وه چې دا بل سړی څوک دی، هغوی ویلي چې دا زنانه ده، بیا وحیدي صاحب متوجې شوی چې دا حتماً پولیس دي، نو دوی عاجل خپله توره خولۍ لرې کړې او په جګ اواز یې ویلي چې زه وحیدي یم د هرات پخوانی ګورنر."
ښاغلي پویان دغه راز وویل چې د پاکستان پولیسو په دې اړه خپلې څېړني پيل کړي دي.
سید فضل الله وحیدي چې د کونړ او هرات والي پاتې شوی دی، د دلوې میاشې په ۲۳مه نېټه داسې مهال په اسلام اباد کې د نامعلومه وسله والو له خوا وتښتول شو چې د برېټانیا د ویزې د اخیستو لپاره هغه هېواد ته تللی و.
په همدې حال کې ښاغلي وحیدي د تښتوونکو د هدف په اړه بې خبري وښوده خو د هغوی د چلند په اړه یې وویل:
"هر حرکت کې فکر کېده چې بې له مرګه څه شی نه شته، دا رواني مسایل خو ډېر زیات و، په فضل د خدای داسي فزیکي څه خبره نه ده شوې."
دې پېښې په افغانستان کې د ځينو کړیو او د ولسي جرګې د غړو تر منځ د پاکستان د نیت په تړاو پوښتنې راپورته کړي دي.
د ولسي جرګې د کورني امنیت د کمېسیون غړي عبدالحی اخند زاده په دې اړه وایي:
"زه فکر کوم د وحیدي صاحب پېښه بلکل سیاسي وه، دا د پاکستان د دولت خصوصاً د استخباراتو حتماً لاس په کې و ځکه چې دا د پاکستان په کومې لیرې سیمه کې نه بلکې په پایتخت کې داسې شوې ده."
دا لومړی ځل نه دی چې یو افغان چارواکی په پاکستان کې تښتول کېږي.
له دې مخکې په خیبر پښتونخوا کې د افغانستان پخوانی جنرال قونسل عبدالخالق فراهي هم په پاکستان کې د نامعلومو کسانو له خوا تښتول شوی و.
د ولسي جرګې د کورني امنیت د کمېسیون غړی ښاغلی اخندزاده دا د پاکستان له خوا یو پلان شوی عمل بولي او وایي چې دغه هېواد غواړي په دې کار سره افغانستان ته وښیي چې ورسره همکاري کوي.
https://avapress.com/vdcbsfb8arhb58p.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته