دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۰ حوت ۱۳۹۴ ساعت ۱۶:۰۱
د مطلب کود : 123256
په تېرو ۱۴کلونو کې ځدراڼو ته توجه نه ده شوې
د پکتيا ولايتي چارواکو تېره ورځ د ياد ولايت درېيو ځدراڼ مېشتو ولسواليو، ښواک، ګرده څېړۍ او وزې ځدراڼ ته سفر وکړ او له خلکو سره يې له نېږدې ليدنه کې د هغوی ستونزو ته د رسېدو ژمنې وکړې.
په دغه سفر کې خلکو خپلې ټولې ستونزې پکتيا والي، امنيه قوماندان، اداري رییسانو او چارواکو ته په مخامخ ډول وکړې او و يې ويل چې په تېرو ۱۴ کلونو کې دغو ولسواليو ته د خدماتو په برخه کې حکومت پام نه دی کړی.
د يادو ولسوالیو مشرانو په خپلو خبرو کې له والي او ولايتي چارواکو وغوښتل چې د خدماتو په برخه کې پيل د اداراتو له فعالېدو څخه وکړي، د وزې ځدراڼ يو قومي مشر حاجي نادم خان:
"دلته ادارې غير فعاله دي، يو ولسوال او امنيه قوماندان لرو او دا نورې ادارې ټولې غير فعالې دي، مخابرات، زراعت، څارنوالي، محکمه او نور که دا ټولې فعالې شي، بیا دلته د دې ضرورت نشته چې موږ ته ولايتي چارواکي راشي او زموږ مشکلات وګوري، په خپله به يې ادارې خلاصوي او که کوم کار نه کېده د هغوی لپاره به له مرکز ګردېز او يا کابل څخه مرسته غواړي او دوی به مکلف وي چې د ولسواليو په اړه ولايت ته معلومات ورکړي خو اوس ادارې نه دي فعالې."
نوموړي دا غوښتنه وکړه چې د قوم خلک او ځوانان يې په دوامدار ډول له حکومت سره ملاتړي دي، خو اوس يې يو شمېر هغه ځوانان چې پخوا يې د خوست ګردېز ترمنځ سړک کې دنده اجرا کوله اوزګار دي او له حکومته يې يادو ځوانانو ته یې د کار غوښتنه وکړه.
د پکتيا د ولايتي شورا ریيس عبدالروف خان ځدراڼ هم وويل، په دغو درېيو ځدراڼ مېشتو ولسواليو کې لکه څرنګه چې پکار ده، کار نه دی شوی او د دوی لوی ستونزې د معارف، عامې روغتيا او په نورو خدماتي برخو کې دي:
"زه د دې ولسواليو اساسي مشکل په معارف کې وينم، په دې برخه کې خلک په تياره کې ساتل کېږي، د صحت په برخه کې ستونزه شته، داسې نه ده چې موږ ووايو چې په وزې کې کار شوی دی، په دې نورو کې نه دی شوی، نه؛ په د درېيو ولسواليو کې په يوه کې هم کار نه دی شوی، په ټولو کې ستونزې موجودې دي په تېرو ۱۴ کلونو کې حکومت دې ولسواليو ته هېڅ توجه نه ده کړې او پکار ده چې دې ولسواليو ته توجه وشي."
ښاغلي ځدراڼله ولايتي ادارې څخه وغوښتل، چې په دغو درېيو ولسواليو کې خدماتي بهير چټک کړي او ولسونه له هغه حالت څخه راوګرځوي چې د بې روزګارۍ په وجه له وسله والو سره لاس يو کړي.
د پکتيا والي نصرت الله ارسلا د خپل دې سفر په اړه رسنيو سره په معلوماتو کې وويل چې دوی خپلو ټولو ولسواليو ته سفرونه کړي او غواړي ولسونو سره له نېږدې وګوري او د هغوی د ستونزو حل ته لار ولټوي:
"موږ ټولو ولسواليو ته سفرونه کړي او دا دی په دې ولسواليو کې مو هم له نېږدې وکتل او د دوی ستونزې مو واورېدلې او بېرته مو ورسره مهم مسايل شريک کړل او بېرته مو د دوی څخه د امنيتي ځواکونو ملاتړ ترلاسه کړ او د دوی ځوانان مو وهڅول، چې د امنيتي ځواکونو ليکو ته راشي او دلته چې کومې ستونزې وې هغه مو تر يو بريده ځای پر ځای حل کړې، ۳۲ محلي ټولګي به جوړيږي، څلور تړلي ښوونځي به د تدريسي کال سره پرانيستل شي او همدا ډول مو د دې ځای د معارف مدير چې ستونزې يې لرلې او کار يې نه شوای کولای موږ سپارښتنه وکړه چې معارف رياست يې پر ځای نوی کس وګماري."
ده دا هم وويل چې د نورو ولسواليو او مرکز په څېر به په دغو سيمو کې ټولې اړوندې ادارې فعالې کړي او د ولسونو په ملاتړ به دغه شته ادارې لا ځواکمنې کړي.
ولايتي چارواکي دې درېيو ولسواليو ته په داسې مهال سفر کوي چې د دې ولسواليو اوسېدونکي وايي، په تېرو ۱۴ کلونو کې د ۱۲ ټولګيو فارغان او لېسې نه لري، د عامې روغتيا په برخه کې د ستونزو پر اساس يې په مياشت کې نېږدې ۱۵ ولادي ناروغان د روغتيايي خدماتو نشتوالي له امله مري.
https://avapress.com/vdcenx8zpjh8wwi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته