دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۰ حوت ۱۳۹۴ ساعت ۱۷:۰۶
د مطلب کود : 123262
د مالیې وزیر د اروپایي ټولنې له ځانګړي استازي سره وکتل
د مالیې وزیر ښاغلي اکلیل حکیمي د کب د میاشتې په ۱۰ مه د خپل کار په دفتر کې د افغانستان له پاره د اروپایي ټولنې له ځانګړي استازي او د اروپایي ټولنې د پلاوي له مشر ښاغلي فرانز میچل سره وکتل.
دافغان غږ(افغان غږ خبری آژانس) آژانس د خبرله مخی، د مالیې وزیر نوموړي استازي ته د بروسلز ناستې له پاره د چمتووالي، په استانبول کې د پیسو نړیوال صندوق سره د ناستې، له نړیوال بانک له چارواکو سره د راتلونکو پلانونو د لیدنې په اړه د لیدنې چې په نژدې وخت کې به په امریکا کې وشي او د 5+3+3 په اړه معلومات ورکړل.
اکلیل حکیمي وویل چې: ”موږ د افغانستان د مختلفو وزارتونو له چارواکو سره په اړیکه کې یو چې د بروسلز کنفرانس ته چمتووالی ولري او د شویو پرمختګونو په اړه بیا د افغانستان کابینې ته میاشتی راپور ورکوو.
ده زیاته کړه چې موږ څو ورځې وړاندې د پیسو نړیوال صندوق او د نړیوال بانک له چارواکو سره په استانبول کې ناسته درلوده چې د اقتصادي اصلاحاتو په اړه مو له هغوی سره ګټورې خبرې وکړې او د ځینو مسایلو په اړه مو د هغوی باور ترلاسه کړ.
د پیسو نړیوال صندوق د ارزونې دویم او نهایي پروګرام تکمیل شوی او د لوی اقتصاد د اصلاحاتو په اړه بل پړاؤ د پیل کیدو په حال کې دي. “
د اروپایي ټولنې استازي هم د بروسلز کنفرانس ته د چمتووالي په اړه معلومات ورکړل او ویې ویل چې په دې تړاؤ یې د مرسته کوونکو هیوادونو له ډیرو چارواکو سره لیدلي دي.
تمه ده چې د افغانستان په اړه د وزیرانو په کچه د بروسلز کنفرانس د روان میلادي کال د اکتوبر په 4-5 د بلجیم په پلازمینه بروسلز کې جوړ شي چې افغان دولت او نړیوال به د افغانستان د خودکفایې په موخه د خپلو دوه اړخیزه ژمنو راپور ورکړي.
د بروسلز د کنفرانس نه وړاندې، د پیسو نړیوال صندوق او له نړیوال بانک سره به هم دغه موضوع د پیسو نړیوال صندوق په پسرلنې ناسته کې چې د اپریل په میاشت کې به جوړه شي، یاده شي.
https://avapress.com/vdcb0fb85rhb55p.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته