کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

هیله ده په څو ورځو کې د افغانستان امنیتي وضعیت ۸۰ سلنه ښه شي

خبرگزاری صدای افغان )آوا) - کابل , 12 حوت 1394 ساعت 16:43


د افغان ولسمشر لومړی مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم چې دا مهال په شمال کې د وسله والو مخالفینو پر وړاندې د جګړې لیکو ته تللی وايي، د طالبانو اصلي مشر ښايي په څو ورځو کې د سولې له پروسې سره یو ځای شي.
دافغان غږ(آوا) آژانس د خبر له مخې ښاغلي دوستم چې دا مهال په فاریاب ولایت کې په عملیاتو بوخت دی زیاتوي، چې افغان حکومت به په نېږدې ورځو کې د طالبانو له یوه مشر سره خبرې وکړي، چې په دې سره به تر ډېره امنیتي حالت ۸۰ سلنه ښه شي.
نېږدې ورځو کې د طالبانو له یوه مشر سره خبرې وکړي، چې په دې سره به تر ډېره امنیتي حالت ۸۰ سلنه ښه شي.
که څه هم جنرال دوستم د دغه طالب مشر نوم وانخیست خو ښايي اشاره یې د طالبانو د یوې لویې ډلې مشر ملا اختر محمد منصور ته وي.
جنرال دوستم دا څرګندونې پر داسې مهال کوي، چې ټاکل شوې د روانې میلادي مارچ میاشتې تر ۷ مې نېتې پورې په اسلام آباد کې د افغان حکومت او طالبانو تر منځ مخامخ خبرې تر سره شي.
باید وویل شي، چې د کابل په وروستۍ څلور اړخیزه غونده کې هم دا پرېکړه وشوه، چې نور به د سولې خبرې عملي بڼه خپله کړي او په مارچ میاشت کې به د حکومت او طالبانو تر منځ مخامخ خبرې اترې وشي.
د افغان سولې مخامخ خبرې پر داسې مهال پیلېدونکي دي، چې امریکا، انګلستان، چین، روسیې، هند، پاکستان او یو شمېر نورو هېوادونو د افغان سولې د خبرو هرکلی کړی دی.


د مطلب کود: 123324

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/123324/هیله-ده-په-څو-ورځو-کې-د-افغانستان-امنیتي-وضعیت-۸۰-سلنه-ښه-شي

آوا
  https://www.avapress.com