دخپریدو نیټه :شنبه ۱۵ حوت ۱۳۹۴ ساعت ۱۱:۰۹
د مطلب کود : 123381
تمه ده د حکومت او طالبانو ترمنځ خبرې د مارچ په۱۰مه تر سره شي
تمه کېږي چې تر راتلونکې پنجشنبې پورې به افغان چارواکي په اسلام اباد کې له طالب استازو سره مخامخ خبرې وکړي.

دافغان غږ(افغان غږ خبری آژانس) آژانس دخبرله مخی، افغان چارواکي وايي، دوی تمه لري چې له طالبانو سره به د سولې مخامخ خبرې راتلونکې اوونۍ په اسلام اباد کې پیل شي.

د افغانستان د بهرنیو چارو د وزارت د ویاند مرستیال خیرالله ازاد رسنیو ته وویل، د سولې د خبرو لپاره د همغږۍ په وروستۍ څلور اړخیزه غونډه کې د شوې پرېکړې له مخې باید دا خبرې اترې له راتلونکې پنجشنبې چې د مارچ ۱۰ نېټه ده ترسره شي.

ښاغلي ازاد وویل چې دوی په خبرو اترو کې د ګډون لپاره په چمتوالی بوخت دي او افغان حکومت تمه لري چې راتلونکې اوونۍ به د با صلاحیته طالب استازو سره مخامخ وګوري.

ښاغلي ازاد زیاته کړه:

"زموږ تمه او انتظار دا دی چې د افغان دولت او وسله والو طالبانو د باصلاحیته استازو تر منځ خبرې اترې راتلونکې اوونۍ اسلام اباد کې ترسره شي."

دا چې په دې مخامخ خبرو کې به د افغان حکومت او وسله والو طالبانو په استازیتوب څوک برخه اخلي؟ خیر الله ازاد یې په اړه د جزییاتو له ورکولو ډه ډه وکړه خو ټینګار یې وکړ چې خبرې اترې به د طالبانو له باصلاحیته استازو سره وي.

نوموړي وویل چې د افغانستان د حکومت له لورې به په خبرو اترو کې کې د برخه اخیستونکو کسانو لست هم د خبرو اترو تر پیل یوه ورځ مخکې په ډاکه شي.

بل خوا د جرمني خبري اژانس د دوو پاکستاني استخباراتي چارواکو له خولې چې نومونه یې نه دي یاد شوي په ورته توګه تایید کړې چې په راتلونکو ورځو کې به په اسلام اباد کې د افغان حکومت او وسله والو طالبانو استازي خپلو کې مخامخ خبرې وکړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت هم جرمني خبري اژانس ته تایید کړې چې په راتلونکو دوو درېو ورځو کې به دا خبرې اترې ترسره شي.

د جرمني خبري اژانس وايي، یو استخباراتي چارواکي چې ددې خبرو لپاره په چمتووالي کې برخه لري او دنوم ښودل یې نه غوښتل ورته ویلي:

"دواړه خواووې به خبرې له هماغه ځایه پیلوي چېرې چې یې وروستی ځل نیمګړې پرېښې وې."

که څه هم وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي، خو د جرمني خبري اژانس د پاکستان د دوو استخباراتي چارواکو له خولې چې نوم یې نه دی یاد شوی وايي، د طالبانو د مشرتابه شورا له کوټې څخه د باندې وروسته له هغې چې د فیبرورۍ په پای کې یې په دې خبرو کې د ګډون بلنه تر لاسه کړې څو ځلې خپلو کې غونډې کړي دي.

دې استخباراتي چارواکو ویلي د طالبانو مشر ملا اختر منصور په خبرو اترو کې د خپلې ډلې د ګډون اجازه ورکړې.

د جرمني خبري اژانس په دې اړه په خپل راپور کې وایي، د ملا رسول په مشرۍ د طالبانو د بیلې شوې ډلې استازي هم ښايي له دې بهیر سره یوځای شي.

د افغان حکومت او طالب استازو تر منځ ددې مخامخ خبرو زمینه په داسې حال کې برابرېږي چې تر دې مخکې د امریکا، چین، پاکستان او افغانستان په شمول یوې څلور اړخیزې ډلې په کابل او اسلام اباد کې پر لپسې څلور غونډې وکړې څو په افغانستان کې د ۱۵کلنې جګړې د ختمولو او د سولې خبرو ته یو چوکاټ جوړ کړي.

دا به په تېر اوړي کې د طالبانو او افغان حکومت تر منځ د مخامخ خبرو وروسته چې دوام یې ونه کړ لومړی ځل وي چې بیا دواړه لورې په مخامخ ډول د سولې خبرې پیلوي.

په تېر اوړي کې د افغان حکومت او طالب استازو تر منځ لومړۍ غونډه وشوه خو د ملا محمدعمر د مرګ د خبر له خپرېدو وروسته د خبرو اترو بل دور ترسره نه شو.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcdjs0ffyt0xs6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته