کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

اجرائیه رئیس د کابل لپاره د اروپايي اتحادیې له سفیر سره پر ټاکنیزو اصلاحاتو خبري وکړې

خبرگزاری صدای افغان(آوا) کابل , 16 حوت 1394 ساعت 20:10


د افغانستان د اسلامي جمهوریت اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله د افغانستان لپاره داروپايي ټولني له خاص استازي فرانز مایکل میلیبن سره د ټاکنیز سستم پر سموني خبري وکړې.
اجرائیه رئیس د اروپايي ټولني سفیر ته وویل، چي د ټاکنو نظام هر اړخیزه اصلاح د حکومت له لومړیتوبونو څخه ده او په دې برخه کي هیڅ ډول معامله نه کيږي.
نوموړي زیاته کړه، چي په دې برخه کي پرمختګ هم سوی دی او حکومت به د جامع اصلاحاتو تر راتګ پوري دا پروسه تعقیب او تطبیق کړي.
هغه یادونه وکړه، چي د ټاکنو په دواړو کمېسونونو کي به هر اړخیز تغیرات راسي او حکومت به په یادو نهادونو کي له نوي کمېشنرانو سره راتلونکي ټاکني وکړي.
د کابل لپاره د اروپايي اتحادیې سفیر مایکل میلیبن هم د ټاکنیز نظام اصلاح د افغانستان د راتلونکي لپاره اساسي ټکی وباله او زیاته یې کړه، چي دوی به یوازي تر اصلاحاتو وروسته له راتلونکو ټاکنو ملاتړ وکړي.
نوموړي زیاته کړه، چي اصلاحات د شفافیت او پر ټاکنو د خلکو د باور له ایجاد سره مرسته کوي او اړینه ده، چي دا پروسه د توقع سره سمه مخته ولاړه سي.


د مطلب کود: 123441

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/123441/اجرائیه-رئیس-د-کابل-لپاره-اروپايي-اتحادیې-له-سفیر-سره-پر-ټاکنیزو-اصلاحاتو-خبري-وکړې

آوا
  https://www.avapress.com